د لاسي ساعت په څېر کات کېدونکی ځیرک مبایل! – ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د ځیرک مبایلونو په نړۍ کې یو نادره پرمختګ رامنځته کېدونکی دی، هرکال کوښښ کیږي داسې نوی ځیرک مبایل وړاندې شي چې هم نړۍ حیرانه کړي او هم نورو شرکتونو ته ماتې ورکړي.

څه موده وړاندې د سامسنګ مشهور شرکت د اکتوبر په میاشت کې د یوه نندارتون له مخې د نړۍ لومړی کات کېدونکی ځیرک مبایل وړاندې کړی و، خو دغه مبایل د ټابلیټ بڼه لري چې په کات کېدو سره ترې عام ځیرک مبایل جوړ شي.

خو اوس یوه چینایي شرکت Lenovo د یوې ویډیویي پیغام له مخې اعلان کړی چې په راتلونکې نږدې کې به پنځه بېلا بېل کات کېدونکي مبایلونه وړاندې کړي، ددې ځیرک مبایلونو له مخې به یې یو (Lenovo Cplus) د ځیرک لاسي ساعت په څېر په لاس کات کیږي.

د دې مبایل په هکله نور دقیق معلومات نه دي ورکړل شوي خو د ځینې راپورونو له مخې ویل کیږي چې ۴.۲۶ یا ۴.۳۶ انچه IPS ایل سي ډي ټچ ډیسپلی به ولري، د انډرایډ کاري سیستم، د اوکټا پراسیسر ترڅنګ به ۳ جي بي ریم او ۳۲ جي بي حافظه ولري، دا ډول به یې د سیلفي کامره ۵ او شاخواته ریئر کامره ۱۳ میګا پېکسله وي، چې دوه سیم کارتونه به اخلي او ۲۵۰۰ ملي امپیره mAh بیترۍ به ولري.

د لینوو سي پلس ځیرک مبایل اټکل شوې بیه «۳۹۰۰۰» هندۍ کالدارې ښودل شوې ده، دغه شرکت ددغې مبایل په هکله پخوا اعلان کړی و خو راتلونکې اوونۍ به د نړیوالو پرمخ وړاندې شي.

شونې ده چې د لینوو شرکت دغه ځانګړی ځیرک مبایل به راتلونکې اوونۍ د اسپانیا په برسلونا ښار کې د کېدونکي نړیوال نندارتون پرمخ وړاندې شي، دغه نندارتون د فبرورۍ میاشتې په ۲۴مه نېټه ترسره کیږي.

یاده دې وي چې له دې وړاندې د سامسنګ، ایل جي، ایپل، شوامي، هوواوې او موټرولا کمپنیو هم اعلان کړی و چې کات کېدونکی مبایل به وړاندې کوي، خو تر دې دمه یې په اړه نوي څه نه دي خپاره شوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د