بن سلمان له پاکستان سره د ميلياردونو ډالرو هوکړې لاسليک کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹سلواغه، ۱۳۹۷ل): د سعو دي عربستان ولي عهد محمد بن سلمان تيره ورځ ناوخته د يو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د پاکستان پلازمينې اسلام اباد ته سفر وکړ او هلته يې د پاکستان د لومړي وزير په ګډون ګڼ شمير لوړ پوړو پاکستاني چارواکو هرکلی وکړ.

له هوايي ډګر څخه د وزير اعظم ترماڼۍ پورې محمد بن سلمان د عمران خان په موټر کې يووړل شو چې موټر خپله عمران خان چلاوه.

پاکستان ته د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د خپل سفر په ترڅ کې په دې هيواد کې د ۲۰ ميليارده ډالرو په ارزښت بيلابيل تړونونه لاسليک کړي دي او دا يې د سعودي او پاکستان ترمنځ تر ټولو مهم او ستر اقتصادي تړون بللی دی.

سلمان ويلي دي چې له پاکستان سره د ۲۰ میليارده ډالرو د پانګونې تړون بشپړ شوی دی او په راتلونکې کې به په اقتصادي برخه کې له دې هيواد سره نور ورته تړونونه هم وکړي.

د سعودي ولي عهد وويل چې پاکستان په اقتصادي توګه په تيرو پنځو کلونو کې پرمختګ کړی دی او زياته کړې يې ده چې د عمران خان په مشرۍ حکومت به ددې هيواد اقتصاد نور هم پياوړی کړي.

د پاکستان لومړي وزير عمران خان له محمد بن سلمان څخه په سعودي عربستان کې د شاوخوا ۲۰۰۰ پاکستاني زندانيانو د خلاصون غوښتنه وکړه چې نوموړي يې د خلاصون ډاډ ورکړی دي.

همدا راز پاکستاني چارواکو په سعودي عربستان کې د ميشتو پاکستاني کارګرو او حج ته ورتلونکو پاکستاني اتباعو له پاره هم د سعودي عربستان له حکومت څخه د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

محمد بن سلمان پاکستان ته په دې دوه ورځني سفر کې نن د دې هيواد د ولسمشر عارف علوي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزير شاه محمود قريشي او د پوځ د مشر قمر جاويد باجوه په ګډون ګڼو لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره هم ليدلي دي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

محمد بن سلمان ولی سمدلاسه پاکستان سره د شلو بیلونو او لا زیاتو نورو د پانګونی تړونونه لاسلیک کوی : ۱ ـ د امریکایانو سره به تفاهم غواړی چه پاکستان ورته د ایران په ضد داتومی وسلو بټی جوړی کړی. ۲ – د پاکستان له عسکرو څخه په موقتی او یا دایمی ډول استفاده وکړی او د دی کار د جدیت دپاره هند هم د باکستان سره په رقابت کی واچولو. ۳ ـ دا هم کیدی شی چه محمد بن سلمان دغه په خبله شخصی پانګونه ونوموی یعنی له بیت المال څخه سوی استفاده وکړی. ۴ ـ کیدی شی دا… نور لوستل »

RAZMOHAMMED KAMAWALL
میلمه
RAZMOHAMMED KAMAWALL

BOOTH ARE TERRORIST/ONE BIG TRRORIST TRANSFER MONEY TO ANOTHER TRORIST.WHY WORLD IS QUIET,
SAUDI GIVE 20 MILIARDS DOLLER FOR SUPPORT OF TERRORISM TO ###.

پتنګ
میلمه
پتنګ

پښتون سړی یې خو دڅو مردارو دالرو لپاره په انګلیسي مردارې لیکې چې دالري باداران او اشغالګر پرې خوشاله کړې !!## د کامې رنګ د بد که !!

مجاهد
میلمه
مجاهد

yES, I AM AGREE WITH YOU, THE 1ST TIME I AGREE WITH YOU