د طالبانو مرکچي پلاوی

طالب مرکچیانو رښتیا اسلام اباد ته د تګ ستونزه درلودله؟

نظرمحمد مطمئن
لیکوال او شناند

د ماسکو غونډې (۵ او ۶ فبروري) پر مهال، د ډیری افغان سیاستوالو غوښتنه دا وه چې بله غونډه په ازبکستان کې جوړه شي، ازبکستان ‏په ښکاره د روسیې تر نفوذ لاندي ښکاري، خو دغه هیواد له امریکا سره ډیر نږدې اړیکې لري، او امریکا ته په منځنۍ اسیا کې تر ټولو ‏نږدې ملګری هیواد ګڼل کیږي.‏

د طالبانو د استازو لخوا د ماسکو غونډې پر مهال هم وویل شول چې د دوی د سیاسي دفتر او مذاکراتي ډلې ځینې کسان له قطر څخه د ‏باندي سفر نه شي کولای، لا هم پر هغوی بندیزونه دي، ځکه خو پریکړه وشوه چې راتلونکي د افغانانو د خپلمنځي خبرو غونډه به قطر کې ‏کیږي.‏

فکر کیږي چې ماسکو ته د تګ لپاره به د ملا محمد فاضل اخوند او ملا خیرالله خیرخوا اړوند هم هڅې شوې وي، ولي داچې هغوی لا هم ‏له قطر څخه د باندي وتلو له حق څخه محروم دي، ویې نه شوای کولای چې د طالب استازو په ډله کې ماسکو ته سفر وکړي.‏

داسي نه ده چې د طالبانو ټول هغه کسان چې تورلسټ کې دي، هغوی هم ماسکو ته سفر ونه شو کولای، بلکې د ماسکو غونډه کې د ‏امریکا او ملګرو ملتونو تورلسټ کې شامل طالب مشرانو په غونډه کې برخه درلودله.‏

له ګوانتانامو څخه د پنځو تبادله او را خلاص شوو کسانو (ملا محمد فاضل اخوند، ملا خیرالله خیرخوا، ملا نورالله نوري، ملا عبدالحق وثیق ‏او مولوي محمد نبي عمري) مسئله بل اړخ لري، هغوی چې د تګ راتګ له نامعلوم برخلیک سره مخ دي، د امریکا لخوا پر قطر هیواد فشار ‏دی چې له قطر څخه د باندي وتلو اجازه همدې کسانو ته ورنه کول شي.‏

همدې ۵ کسانو، له خلاصون وروسته هم پاسپورټونه ډیر کلونه نه درلودل، د ۲۰۱۷ز کال په اکټوبر میاشت کې دوی خپل افغاني ‏پاسپورټونه تر لاسه کړل، ولي بیا هم په پاسپورټونو کې ځینو هیوادونو ته د تګ محدودیت پکې شتون لري، ممکن چې پاکستان هیواد ته د ‏دوی پر تګ به هم محدودیت وي.‏

د ابوظبۍ غونډې (۱۷ او ۱۸ ډسمبر ۲۰۱۸) پر مهال هم د قطر هیواد هوایې ډګر کې د څو ساعتونو لپاره ملا محمد فاضل اخوند او ملا ‏خیرالله خیرخوا ځنډول شوې وو، او له قطر څخه د وتلو اجازه په لومړي سر کې نه وه ورکول شوې، چې وروسته امریکایې مذاکراتي ډله ‏مجبوره شوه، تر څو ستونزه حل کړي، ویل کیږي چې د یادو دوو تنو د وتلو پروسې د کاغذونو د لاسلیک لپاره باالاخره امریکایان قطر ته ‏ورغلل، او بیا دغه دوه طالب مشران ابوظبۍ ته ولاړل.‏

دا چې پلان وو د فبروري پر ۱۸مه ۲۰۱۹، د طالبانو د سیاسي دفتر غړي په اسلام اباد کې له عمران خان او امریکایې هیئت سره وګوري، ‏ولي د فبروري پر ۱۷مه طالبانو خبرپاڼه خپره کړه چې پر ځینو طالبانو د بندیزونو او تورلسټ له امله د هغوی ته اسلام اباد ته د ورتګ ‏اسانتیا نه وه چمتو شوې، له همدې امله په اسلام اباد کې غونډه و ځنډول شوه.‏

اسلام اباد کې د غونډې د ترتیب په اړه هم مثبت او هم منفي غبرګونو شتون درلود، فکر کیږي چې بیا هم د ملامحمد فاضل اخوند او ملا ‏خیرالله خیرخوا له قطر څخه د وتلو موضوع وه، چې لا هم دغه دوه تنه او د دوی نور درې ملګري نه شي کولای چې له قطر څخه د باندي ‏سفر وکړي، او تر دي مهاله حتی د عمرې کولو او مکې مکرمې او مدینې شریفې ته د حرمینو د زیارت اجازه هم نه ده ورکول شوې.‏

که د امریکا لخوا د یادو ۵ تنو (ګوانتانامو څخه را خلاص شوو بندیانو) او ځینې نورو هغو طالبانو چې تورلسټ کې دي، او ځینې لا هم د ‏پاسپورټ ستونزې لري، د تورلسټ څخه ایستلو موضوع حل نه شي، دارنګه د ملا برادر اخوند په ګډون د ځینو د پاسپورټ ترلاسه کولو ‏ستونزې پر ځای پاتې وي، خدای مه کړه، دغه چاره د سولې مذاکرات له خنډ سره مخ نه کړي.‏

طالبانو او خلیلزاد او له هغه سره ملګري امریکایې هیئت ته په کار ده چې د سولې مذاکراتو د ښه پرمختګ لپاره د تور لسټ، د طالبانو د ‏سیاسي دفتر په رسمیت پېژندلو او د بهرنیو ځواکونو وتلو اړوند مسایلو ته لومړیتوب ورکړي. ‏

د اوربند غوښتنه ډیر ځله له طالبانو څخه کیږي، طالبان وایې چې اوربند د افغانانو تر منځ کورنۍ مسئله ده، که له امریکایانو سره د بهرنیو ‏ځواکونو پر وتلو توافق ته ورسیږي، او د بهرنیو ځواکونو له خوا پر افغانانو بمبارد او هوایې حملې هغه وخت نه وی، نو له افغانانو سره به یې ‏لومړۍ موضوع د اوربند او راتلونکي نظام پر جوړښت وي.‏

avatar
4 د تبصرو شمېر
3 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لونګ
میلمه
لونګ

بیانو مسکو، امریکا او پاکستان په ډاګه د ملل متحد قوانین نقض کړی دی. طالبان غواړی پدی لغمانی چل سره حتی دخپلو زندانی اشخاضو نوم هم د هییت په لست کی شامل کړی لکه د انس حقانی نوم چی کابل حکومت سره په زندان کی دی. هغوی دا فکر کوی چی شاید نو انس حقانی به پدی کار سره را خوسی شی. طالبانو خلک احمقان ښکاری ولی په حقیقت کی هغوی ### ### دی چی نومونه یی په تور لسیت کی دی بیا کوشش کوی چی بل ملک ته سفر وکړي. اول دی ځانونه آزاد کړی بیا دی پدی فکر… نور لوستل »

Hares
میلمه
Hares

Sta noom wala ka da saree wee LAWANG da khazo pa seeno khwand kawee stae da syasee tabsero sara sa.###

Ahmed
میلمه
Ahmed

لونګ. خانه
ده عقل لخواه سم ملنګ ئ
افغانستان او وولس ئ ده سولې تږئ ده
او ستا خبری ده جنګ دی
خو له ټرمپکېانو څخه ئ په سوله کی خو دی تاسی تاون ده
دا سبا طالېب درته ووائ. سی په دی شرائطو کی خبری نه کوم ده جنګ په مېدان ئ درسره معلومه وم
نور بېائ ده زور ېاست؟؟؟؟؟
ده سولی لپاره باېد ده سولې ماحول جوړ کړل سی
دا ده افغانستان او ده وولس په ګټه ده
الله دی مونږ پوه کړی
امېن

حماد
میلمه
حماد

له افغان حکومت سره د طالبانو د نه خبرو کولو منطق که طالبان خپلو جنګیالیو ته له امریکا او نوري کفري او منافقي نړۍ سره د خبرو او ناستو توجه په دې کوې چې ګواکې دوي د قیدیانو د آزادیدو او د اشغال د خاتمې لپاره یاد خدمت سرته رسوي نو بیا خو سوال دادې چې د طالبانو زیات قیدیان له حکومت سره دې او د هیواد زیاتره خاوره هم ددغه نظام او حکومت په اشغال او ولکه کې ده، عملا د هیواد په ټولو ښارونو حکمروایې لرې. له بل اړخه که ددغه سیاست دیني اړخ ته وګورو نو هم… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

توله طالب بنديان چى د مزدور حكومت سره بنديان دى د وايسرا خليلزاد او وايسرا جان باس په يوه اشاره ازاديدلاى شى
بل داچى د افغانستان د منافقو مالك هم امريكايى كفار دى ، نو خبرى هم بايد د كافر مالك سره وشى نه د منافق مزدور سره

محمود
میلمه
محمود

ولی ته نه یی خبر چی ددی موجوده اداری اختیارات دامریکایانو سره دی که دی زان ناخبره اچولی

مجاهد
میلمه
مجاهد

مه یی ځوروی، به همدی کمیشن تر لاسه کوی او کورنی ته نفقه برابروی پیچاره نه کومه مسلکی پوهه او نه به مټو کی زور لری