غرمې مهال د خوب لامل خواړه نه بلکې دماغ دي – څیړنه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ سلواغه، ۱۳۹۷ل): څیړنې ښيي چې د غرمې مهال خوب راتلل د خوړو له کبله نه بلکې دا د دماغو سره تړاو لري چې په دغه وخت کې د انسان عصبي رشتې ارام ته اړتیا لري ولو که په لوږه هم وي.

په عام ډول انسان د غرمې پرمهال د سهار راهیسې کار څخه ذهنا ستومانه شي، چې په خوړو خوړلو سره یې بدن سست او خوب ته اړتیا ګوري، پوهان وایي په دغه وخت کې د خوب راتلو لامل خواړه نه بلکې دماغ دي.

د استرالیا په سوینربرن ټیکنالوژي پوهنتون کې د دماغو پیچلي او حساس تکنیک استعمالولو سره د اعصابو او دماغو پوهانو څیړنه ترسره کړې، دوی موندلي چې د غرمې مهال شاخوا ۲ بجې د خوب راتلل د خوړو نه بلکې د دماغي ستومانتیا او ستړیا له کبله رامنځته کیږي.

ددې لامل په بدن کې د بایولاجیکل هغه طبیعي ساعتي نظام  دی چې د انسان د ورځني کارونو، د پورته کېدو یا بیده کېدو ټول حالت کنترولوي، دغه نظام ته په طبي اصطلاح «Circadian rhythm» ویل کیږي چې د انسان د ورځې او شپې ټول حالات کنترولوي.

د همدې نظام په مرسته د شپې له ښه خوب وروسته سهار انساني دماغ چټک کار کوي، د ورځې د کار ترمنځ یو څه شیبه ارام (قیلوله) ته اړتیا لري، او د شپې لخوا په اتوماتي ډول خوب غلبه کوي.

د څیړونکو له خوا د ماغو په لاندینۍ برخه چې «پیوټامن» نومول کیږي او د پریکړې، زده کړې، تمرکز او حافظې سره تړاو لري- په اړه څیړنه ترسره کړې، دوی وایي چې د غرمې مهال دغه ماده ستومانه شي او په سمه توګه کار نه کوي چې یو څه شېبه ارام ته اړتیا لري، ددغه وخت سستي دومره جدي وي چې پر څوکۍ ناست کس هم د خوب ټالۍ وهي.

لکه څرنګه چې دغه مهال د غرمې خوړو وخت هم وي، او په خوړو سره د بدن اندامونه یو څه د دروندوالي احساس کوي نو خلک فکر کوي چې د خوب غلبه د خوړو له کبله کیږي، ځینې یې بیا په همدې فکر چې خوب پرې غالبه نشي د غرمې خواړه پریږدي، البته دا فکر ناسم دی بلکې اصلي لامل یې ذهني ستړیا ده چې هرو مرو ارام ته اړتیا لري.

د غرمې مهال خوب ته په بله اصطلاح «قیلوله» ویل کیږي، چې پیغبر صلی الله علیه وسلم به هم ترسره کوله، په دې سره ذهني وړتیا یو وار بیا تازه او له سره کار پېل کوي چې د ورځې په وروستیو کې هم ذهني تمرکز او د زده کړې ماده د سهار په څېر غوره کار کوي.

ددې مطالعې پر اساس ویل کیږي چې هیڅکله د غرمې ستومانتیا پرمهال مهمه پریکړه، له چاسره زیاتې خبرې او د کار ترسره کولو کوښښ مه کوئ، باید د یو څه شیبې لپاره مو ذهن ارام او ستومانتیا له منځه وړلو لپاره بیده شئ.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د