غزني: د مقر د ولایت کېدو لپاره لاریون څلورمې ورځې ته وغځېد

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹سلواغه، ۱۳۹۷ل): د کابل ـ کندهار لویه لار په غزني کې لاریون کوونکو د څلورمې ورځې لپاره هم تړلې ده.

له څو ورځو راهیسې له غیر رسمي سرچینو د پنځو نویو ولایتونو جوړېدو خبرونه خپرېږي، چې یو يې هم غزني کې د جاغوري ولسوالۍ پر ولایت بدلېدو اوازه ده.

د غزني ولایت لسګونه اوسېدونکي دا د نورو قومونو په حق کې زیاتی بولي او په بدل کې يې د مقر ولسوالۍ پر ولایت د بدلېدو غوښتنه کوي.

دوی وايي چې تاریخي او جغرافيوي موقعیت ته په کتو مقر ولسوالۍ د غزني، زابل او پکتیکا د څو ولسوالیو په مجموعې سره د ولایت کېدو وړتیا لري.

دوی له څلورو ورځو راهیسې د کابل ـ کندهار لویه لار تړلې، خو د غزني چارواکي وايي دوی يې غږ اورېدلی او هیله ده لاریون پای ته ورسوي.

د غزني د والي ویاند عارف نوري رسنیو ته ویلي، دوی د تلیفون له لارې له لاریونوالو سره خبرې کړې، دوی باید لاریون پای ته ورسوي مشروع غوښتنې به يې ومنل شي.

په ورته وخت کې د سوداګرۍ خونې مرستیال خان‌جان الکوزی وايي، د دې لارې تړل کېدو سوداګرو ته ستونزې پیدا کړې دي.

هغه پر لاریونوالو غږ کړی چې د خپل حق غوښتلو لپاره دې پر نورو لارو غور وکړي او په وینا يې باید دا لویه لار د سوداګرو پر مخ خلاصه شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د