ورزش

په ځغاسته کې د نړۍ تر ټولو چټک اوه کلن ماشوم – ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د امریکې په فلوریډا ایالت کې یو اوه کلن ماشوم هغه مهال په ځغاسته یا منډه کې نړۍ تر ټولو چټک ماشوم ونومول شو چې په ۱۳.۴۸ ثانیو کې یې د «۱۰۰» میترو واټن وواهه.

دغه اوه کلن ماشوم چې رډولف نومیږي د څلور کلنۍ نه د خپلو همزولو سره د ځغاستې سیالیو کې برخه اخلي او تر دې دمه یې په لسګونو مډالونه هم په خپل نوم کړي، رډولف تر دې دمه ۲۰ د سرو زرو او ۳۶ نور مډالونه ګټلي دي.

د اوه کلن رډولف مور او پلار غواړي چې زوی یې د ځغاستې ترڅنګ په زده کړو کې هم ښه وړتیا ولري، پلار یې وایي چې دده لپاره یې زوی ستر اتل دی.

د ځغاستې پوهان او نور لوبغاړي د رډولف په هکله وایي چې دی د ځغاستې پرمهال پر بدن هم بشپړ کنترول لري چې دا د یو ښه او غوره زغاستونکي نښه ده.

رډولف په ټولنیزو رسنیو کې هم ډیر شهرت لري، نوموړی اوسمهال یوازې په انسټګرام اکاونټ کې تر درې نیم لکو زیات مینوال لري، او د هر مینوال تبصره په ښو ټکو ځوابوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x