افغانستان

اتمر هم ټاکنیز بهیر کې وروستي «اصلاحات» غندلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹سلواغه، ۱۳۹۷ل): د امنیت شورا پخوانی سلاکار او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند حنیف اتمر وايي د اصلاحاتو په نامه ټاکنیز بهیر کې بدلونونه ورته د منلو نه دي.

هغه نن په یوه خبري غونډه کې وویل، دا بدلونونه چې حکومت يې اصلاحات بولي، د «ځينو» د شخصي ګټو لپاره رامنځته شوي دي.

محمد اشرف غني څو ورځې وړاندې د ټاکنیزو کمیسیونونو د مشرانو په ګډون ټول کميشنران له دندو لرې کړل.

اتمر وايي، له دوی سره د ټاکنو د قانون په اړه مشوره شوې وه، خو د کمیسیونونو د غړو په اړه تصمیم یو اړخیز دی او دوی پکې هیڅ خبر نه دي.

که څه هم د اشرف غني تر دې امر تر اوونۍ هم دېر وخت اوړي، خو اتمر نن وویل دا ډېره بېړنۍ پرېکړه او دوی يې اندېښمن کړي دي.

هغه د خپل مرستیال محمد محقق په اړه هم د اشرف غني هغه فرمان چې ګواکې محقق د اجراییه ریاست مرستیالۍ باید خوشي کړي، وویل، حکومت سیاسي رقیبان په مهارت سره له مخې لرې کوي.

تېره ورځ لویې څارنوالۍ هم وویل چې له لرې کړل شویو کمېشنرانو نه يې پلټنې پیل کړې دي، چې باید ځواب ووايي.

پر دوی د پراخې درغلۍ او فساد تورونه دي، خو د دې تر څنګ د ولسي جرګې تېرې ټاکنې هم د مشروعیت او نا مشروعیت تر منځ د بحثونو موضوع ګرځېدلې ده.

د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو ټولې پایلې لا هم نه دي اعلان شوې، خو د ټاکنو کمیسیون د ویاند مرستیال ذبیح سادات وايي «سرپرسته دارالانشاء» يې چارې پر مخ وړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x