مژده: امریکا د وتلو په پرېکړه کې جدي ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹سلواغه، ۱۳۹۷ل): د سیاسي چارو افغان کارپوه او په مسکو ناسته کې برخه‌وال وحید مژده وايي، امریکا د ځواکونو د ایستلو په پرېکړه کې جدي ده.

هغه له «مهر نیوز» سره ځانګړې مرکه کې ويلي امریکا طالبانو ته د ځواکونو د ایستلو ډاډ ورکړی او دا یادونه يې هم ورته کړې چې په دې برخه کې د امریکا د دریځ د سستۍ اړوند خپرېدونکي راپورونه دې په پام کې نه نیسي.

ښاغلی مژده وايي ښايي د طالبانو او امریکایانو راتلونکې ناسته کې هم په دې اړه جدي بحث وشي.

هغه چې د مسکو ناستې برخه‌وال هم و، وايي په هغه غونډه کې هم ټولو ګډونوالو دا ومنله چې دلته د نا امنۍ اصلي علت د بهرنیانو پوځي حضور دی.

په وینا يې د غونډې ګډونوالو په یوه خوله غوښتنه وکړه چې باید بهرني پوځیان له افغانستانه ووځي.

په ورته وخت کې د سولې شورا وايي دوی د طالبانو او امریکایانو راتلونکې ناستې ته هیله لري.

د دې شورا غړي عطاءالرحمن سلیم ویلي هیله لري چې په دې غونډه کې به دواړه اړخونه یوې پرېکړې ته ورسېږي.

د هغه په وینا د سولې خبرې باید په «تدبیر» پر مخ لاړ شي، بېړه پکې مهمه نه ده.

څو ورځې وړاندې د امریکايي پوځ لوړپوړي چارواکي جوزف ووټل وویل، نن سبا کې به خپل د ۱۴۰۰ شاوخوا عسکر له افغانستانه وباسي.

د مسکوناسته کې د طالب مرکچي پلاوي یو غړي رسنیو ته دا هم وویل، چې امریکایانو ورسره منلې چې د روان کال تر اپریله به نیمايي عسکر وباسي.

تېره ورځ جرمني هم وویل که امریکا له افغانستانه وځي، دوی به هم دلته پاتې نه شي، تر هغه وړاندې ایټالیا ویلي و، چې د وران میلادي کال تر پایه به ټول ځواکونه وباسي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د