کشمير کې د يوه ميجر په گډون څلور هندي پوځيان وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹سلواغه، ۱۳۹۷ل): د هند تر واک لاندې کشمير کې د تېرې پنجشنبې له خونړي موټربم وروسته يو ځل بيا د هند مخالفو ‏وسله والو او پوځيانو ترمنځ جگړه کې د يوه ميجر په گډون څلور هندي پوځيان وژل شوي دي.‏

پوليس وايي، دا جگړه د کشمير په جنوب پلوامه ولسوالۍ په پنگليا کلي کې نن سهار وختي رامنځته شوې ده.‏

هندي رسنۍ وايي، د پوځيانو په ځوابي ډزو کې دوه مخالفين او يو ملکي سړی هم وژل شوي دي.‏

د پلوامه د پوليسو وياند منوج کمار د پېښې پخلی کړی، خو د اوښتې مرگ ژوبلې په اړه يې څه نه دي ويلي.‏

هندي رسنيو ويلي، چې په دغه نښته کې د يوه ميجر په گډون څلور هندي پوځيان وژل شوي دي.‏

وړمه ورځ هم د هند او پاکستان کنټرول کرښې ته څېرمه يوې چاودنې کې يوه پوځي ميجر وژل شوی و.‏

تر دې وړاندې د تېرې پنجشنبې په ورځ يوه موټربم بريد کې لږ تر لږه څلوېښت هندي پوځيان وژل شوي وو.‏

د دغه بريد مسؤوليت د جیش محمد ډلې منلی و.‏

له دغې پېښې وروسته د هند او پاکستان اړيکې نورې هم ترينگلې شوي او هند پر پاکستان د بريد گواښ کړی دی.‏

د هند صدر اعظم نريندر مودي وايي، چې پر هندي پوځيانو شوی برید په پاکستان کې پلان شوی و او په دې اړه يې له پاکستان څخه د غچ ‏اخيستو گواښ کړی دی، خو پاکستان د هند تورونه ردکړي او غوښتنه يې کړې، چې هند دې پر پاکستان د تورونو لگولو پر ځای خپل اسناد له ‏پاکستان سره شريک کړي.‏

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د