اشرف غني له خلیلزاد سره د سولې لپاره په نوي ميکانيزم غږېدلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹سلواغه، ۱۳۹۷ل): د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت خاص استازي زلمي خلیلزاد په ارګ کې د ګډ حکومت له مشر اشرف غني سره کتلي او د سولې په اړه يې بحثونه کړي دي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې خلیلزاد سره په دغه ناسته کې د اشرف غني په مشرۍ د کابينې غړو، د سولې مشورتي بورډ، د سياسي  ګوندونو او مدني ټولنو استازو هم ګډون درلود.

د خبرپاڼې له مخې د ګډ حکومت مشر راغلو سياستوالو او د ناستې نورو ګډونوالو ته ويلي، چې خلیلزاد سره يې د سولې لپاره په نوي ميکانیزم او روښانه تګلارې هوکړه کړې، چې له مخې به يې د سولې په اړه روانې هڅې او اجنډا لپاره له افغان حکومت سره سلامشورې کيږي.

په عين حال کې زلمي خلیلزاد هم په خپلو څرګندونو کې ويلي، چې د سولې لپاره له جوړېدونکې مشورتي جرګې وړاندې بايد له طالبانو سره د خبرو لپاره د افغان سياستوالو يو ټولمنی هيئت جوړ شي.

خلیلزاد له طلوع نيوز سره په مرکه کې ويلي، که د افغان سياستوالو او مدني ټولنو دغسې يو هيئت ونه ټاکل شي، د سولې روانې خبرې به له ستونزو سره مخ شي.

طالبان هم وايي، چې د سولې لپاره له افغان سياستوالو، پوهانو او مدني ټولنو سره په اړيکه کې دي او د افغانستان باثباته راتلونکي  لپاره له حکومت پرته ټولو سياسي او مدني جهتونو سره په اړيکه کې دي.

په دې لړ کې دوه اونۍ وړاندې د روسيې په پلازمېنې مسکو کې د طالبانو او افغان سياستوالو ترمنځ دوه ورځنۍ ناسته وشوه، چې د طالبانو او سياستوالو سربېره ډېری افغانانو يې هرکلی وکړ.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

د سولی د مذاکراتو د باره طالبان باید د چا سره خبری وکړی : لمړی مرحله: د اشغالګرو سره د اشغال د ختم او د وتلو د پاره په مهال ویش خبری کول اولیت لری په دی معنی نه دی چه طالبان په هغوی تر نورو ډیر باور لری بلکه هغوی د جنګ مخالف او اصلی اړخ تشکیلوی. دوهمه مرحله: اشغال ته له خاتمی وروسته د داخلی ستونزی او حکومتی تشکل او تعیناتو د پاره په کار خو دا وه چه طالبانو د الهی نظام په خپلو سپیڅلو لاسو د مخکی په شان اسلامی امارت پلی کړی او له نورو… نور لوستل »