
فراه کې طالبانو کشفي الوتکه رانسکوره کړې
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹سلواغه، ۱۳۹۷ل): د فراه ولايت په پشترود ولسوالۍ کې طالبانو یوه کشفي الوتکه ويشتلې او رانسکوره کړې يې ده.
د فراه ولايت د پشترود ولسوالۍ کجګين سيمې اوسېدونکو پژواک خبري اژانس ته ويلي دي چې نن سهار يوه بې پيلوټه الوتکه د طالبانو له لوري ويشتل شوې او رانسکوره شوې ده.
بل لور ته د فراه امنيتي چارواکي په دې ولايت کې د بې پيلوټه الوتکې د راغورځېدو خبر ردوي او وايي چې دا ډول کومه پيښه په سیمه کې نه ده رامنځته شوې.
طالبانو هم د يادې الوتکې د ويشتلو او رانسکورولو خبر ورکړی دی او ويلي يې دي چې الوتکه د دوی له لوري ويشتل شوې ده او په ويجاړ شوي حالت کې يې لاس ته ورغلې ده.