
د طالبانو سفرونه نورو ملکو ته
د، ب، هيښ
زموږ ډېر غټ مشکل دا دئ ، چې د وخت او حالاتو تشخيص سم نه شو کولائ او د ننګونو او پرابلمونو سره د مقابلې په طريقه سم نه پوهيږو . حال داچې د پرون او نن په منځ کې ژورو تغيراتو او تحولاتو صورت موندلئ دئ .
د امريکايي اشغال د شروع نه تر نن پورې د افغانستان ، منطقې او جهان په سياسي -اجتماعي-اقتصادي- ثقافتي او تکنالوژيکي حالت کې ډېر بدلون راغلئ دئ .
نه هغه د بريژنيف دوخت سوسياليستي روسيه شته ، نه د مشرف دوخت پاکستان او نه د بوش د وخت امريکا .
دسياست په ډګر کې نوي اکټوران دنويو هدفونو د پاره راغلي دي او د پخوانيو اکتورانو د مثبتو او منفي کړنلارو نه په استفادې د خپلو ملکونو پاليسي جوړوي .
طالبانو په خپله حق طلبانه مبارزه او پریمانه قربانۍ د منطقې او جهان نظرونه داسې واړول چې دپرون تعقيبولو ، زنداني کولو ، ترورولو او په سر يې دانعام اخستلو سياست يې باطل او ناکام کړ او نن ورځ ورته ديوه سيال او د افغانستان ، منطقې او جهان د مشکلاتو د حل کولو دپاره ديوه مؤثر ، مهم او اجتناب ناپذيره اړخ په سترګه کتل کيږي او رسمي يې د ملاقاتونو دپاره دعوت کوي .
دهمسايه ګانو ، نورو هيوادونو او غربيانو دا شان تعامل دهغوی درحم ، زړه سواندۍ او شفقت له کبله نه دئ ،بلکې د طالبانو د قاطع ، خلل ناپذيره ، مستقل، واضح، عادلانه او په ديني -ملي اصولو ولاړ سياست نتيجه ده ، چې نوريې معتقد او مجبور کړل ، چې ورسره دزور او ترور په عوض د خبرو ،ديپلوماسۍ او مذاکراتو له لارې توافقاتو او تفاهماتو ته ور سيږي .
يوه خبره بايد ټول ښه په غور او دقت واوري ،هغه داچې طالبان د چا غلامي نه مني او د اولس په ازادۍ او استقلال باور لري ، دهمدې د پاره يې خپل سياسي قدرت او امارت قر باني کړل او د ارګ او ادارې د سهولت او خوند په ځای يې د غرونو اود مبارزې مشقت ته ترجيح ورکړه .
طالبان بايد په منطقه اي او جهاني سطحه د هر تريبون او ستيج نه د خپل موقف د بيانولو او دفاع نه استفاده وکړي او خپله داعيه چې د افغانستان ازادي -استقلال ، د همسايه نه نيولې تر جهانه دنورو په داخلي امورو کې نه مداخله او دهغوی له لوري هم دا پرنسيپ مراعاتول ، د متقابله احترام او پارتنرشيپ په اساس داړيکو جوړول او د منطقې او جهان دسولې او ثبات له پاره صادقانه کارکول دي بيان کړي .
د طالب تګ روسيې ته او يا چين ، جرمني او پاکستان ته نه د زاريو د پاره دئ او نه د ننواتې دپاره ، بلکې ديوه قوي او مطرح لوري په شکل يو ضرورت دئ ترڅود منطقې او جهان د پرابلمونو د حل د پاره د طالبانو دقوت وڼده په لاس راوړل شي او استفاده ترې وشي او دا د طالبانو د پاره لوی بری ډئ چې دښمنان ، غرضيان ، مرضيان او احساساتيان يې نه شي زغملائ او په اپلتو يې شروع کړې ده .
هيښ وروره کور داباد، همداسي ده. ليکنه مو په واقيعتونو او حقيقت ولاړه ده. ژوندي اوسي. کاروان