
سعودي: د افغانستان ممکنې سولې په هوکړه کار کوو
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹سلواغه، ۱۳۹۷ل): د سعودي حکومت وايي، د طالبانو او ګډ حکومت ترمنځ د ممکنه هوکړې لپاره په ګډه کار کوي.
د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير عادل الجبیر نن دوشنبه د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې رسنيو ته وويل، چې امریکا، افغان حکومت او متحده عربي اماراتو سره په ګډه د ممکنه هوکړې په اړه بحثونه کوي.
ښاغلي جبیر زياته کړه، چې د افغانستان امنيت او ثبات د پاکستان او سعودي په شمول د ټولې سيمې لپاره ګټور دی او د همدې موخې لپاره هلې ځلې کوي.
سعودي چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې مخامخ خبرې روانې دي او ټاکل شوې، چې د قطر پلازمېنه دوحه کې د روانې فبروري مياشتې په ۲۵مه د طالبانو او امریکا ترمنځ د افغانستان بحران د پای ته رسولو لپاره بله ناسته وشي.
ټاکل شوې وه، چې د فبروري په اتلسمه «نن ورځ» د طالبانو د سياسي دفتر پلاوی په اسلام اباد کې د پاکستان لومړي وزير عمران خان او د امریکا له استازي زلمي خلیلزاد سره وګوري، خو دغه ناسته وروسته لغوه شوه.
طالبانو ويلي، چې د افغانستان روانې کشالې د پای ته رسولو لپاره هر ځای خبرو ته چمتوي دي او د اسلام اباد ناستې ځنډولو په اړه يې وويل، چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا د طالبانو د مرکچي ټيم پر ځینو غړو د سفر بنديزونه لګولي وو، چې له امله يې دغه ناسته لغوه شوه.