ارشیف؛ ماسکو غونډه کې طالب سياسي استازي

طالبان د تاریخ د پاڼ په څوکه

ډاکټر فیض ځلاند

د طالبانو د تحریک په اړه گڼ تاریخي قضاوتونه موجود دي، په بهرنیو کتابونو کې پرې ډېر څه لیکلی شوي دي، د احمدرشید کتاب ( طالبان) تر ډېره بریده د طالبانو د مشرانو، د هغوی د پخوانیو کارنامو او کړنو په اړه او دارنگه د تحریک د رامنځته کېدو په فلسفه خبرې لري. بل لور، که د طالبانو په لاس لیکلی شوې کتابونه ولوستل شي، گڼې داسې ادعاوې غندل شوي چې په هغه کې طالبان د پاکستان د نیابتي ډلې، د پاکستان د گټو د خوندیتوب لپاره د ځانگړي حرکت موخه بللي دي. د سلام ضعیف صیب وروستی کتاب ( له کندهاره تر مزاره) تقریبا د طالبانو د پیل او پای چې د ۱۹۹۵ز کال څخه یې د سیمه‌ییزو زورواکانو خلاف غږ پورته کړ او د ۲۰۰۱ ز کال تر پایه یې د نړیوال یرغل په وړاندې خپل سنگرونه پریښودل، ټوله کیسه مستنده ذکر شوي ده.

که موږ دې ته تم شو چې طالبانو خپله وروستۍ جگړه چې د ۲۰۰۳ ز کال له پای څخه را پیل کړه او تر دې دمه روانه ده د خپل تحریک د بیا ځلې را ژوندي کیدای، د کابل د نیولو او بهرنیو پوځیانو د ماتې او اشغال د پای ته رسولو د پاره ترسره کړې وي، نو دا هم مهمه ده چې دا تحریک خپل سوچه والی، افغانیت او له خپلې خاورې سره د کړې ژمنې ټول سوگندونه ریښتیا کړي.

په دې مانا، هرهغه تحریک چې بهرنی بیناد او اساس ولري هغه د ملتونو په زړونو او شعور کې ځای نشي پیدا کولی، د نړۍ معاصر تاریخ هیڅ داسې مثال په ځان کې نلري چې کوم نظامي، ولسي ځواک دې د پردیو په مټ په کوم هیواد کې داسې ثمر ته رسیدلی وي چې هغه دې تاریخ جوړ کړې.

هغه دې ولس په ځان را مات کړې، هغه دې زړونه او دماغ گټلي وي. طالبان د افغان معاصر تاریخ د پاڼ داسې څوکې ته رسیدلي چې که لا یې خپل رسالت، پاکي او ځواک د پاکستان یا هر بل ملک ( ایران، روس….) د ناپاکو دسیسو او لاسونو څخه پاک ونه ساته، دوی به هم د مجاهدینو د هغو گوندونو په څیر سپک او تاریخ ته ملامت وگرځي چې بیا به یې په مړو پورې ولس خاندي، فیسبوکي او د خواله رسنیو د ټوکو گډوري به وگرځي.

د خلیلزاد په مشرۍ، د امریکا د حکومت کومې خبرې چې له تېر اکتوبر، ۲۰۱۸ زکال څخه را پیل شوي دې، افغان ولس، افغان تاریخ یې په ډېره ځیرکۍ څاري، طالبانو د خپلې ځواکمنتیا او خپلواکۍ د ساتلو لپاره چې کوم فشار امریکا او سیمې ته ورکړی هغه ډېر حیرانوونکی دی. د قطر هیواد چې له گران وطن سره پوله نلري، د شوروي د یرغل په وخت کې د جهادي گوندونو سره یا هم د وخت له دولت سره نژدې ملگری نه دی پاتې شوی.

دویم دا چې له گران وطن سره پوله نلري. درېم دا چې قطر هیواد په افغانستان کې کوم سیاسي یا جگړه‌‌ییز اهداف نه پالي، په داسې یو بې طرفه هېواد کې د طالباانو د سیاسي دفتر خلاصول د خپلواکۍ لویه فلسفه په ځان کې لري، د همدې فلسفې پالل به لویو قربانیو او ځیرکو تصمیمونو ته اړتیا ولرې چې طالبان یې باید د خپل تحریک تر پایه وپالي. په قطر کې د امریکا او طالبانو گډې ناستې خپل پنځم پړاو ته داخېلیدونکي دي، اټکل کیږي چې د ټرمپ عجله به د دې هېواد مرکچیان دېته وهڅوي چې له طالبانو سره زر جوړ جاړي ته ورسیږي. طالبانو ته په کار ده چې له دې فرصت څخه ښه گټه پورته کړي، د مسکو ناسته لویه لاسته راوړنه وه، هغه په دې مانا چې بهرنیان، په ځانگړې توگه امریکا چې د طالبانو دا غوښتنه اورې چې دوی له اشرف غني او عبدالله ( دملي وحدت حکومت) سره مخامخ ناسته نه کوي، نو بهرنیانو ته سوال پیدا کېده چې نو طالبان له چا سره کیني؟

په افغانستان کې خو بل کوم داسې مشترک افغانی لوری نشته چې طالبانو سره د افغانستان په کشاله خبرې خبرې وکړي؟ د ماسکو ناستې د بهرنیانو لپاره همدا ورک ادرس را پیدا کړ، د دوی پوښتنې یې ځواب کړي، که طالبان غواړي د افغانستان په داخل کې سیاسي ملاتړ پیدا کړي، ځانته د خبرو لپاره افغان لوری وټاکي، نو د مسکو د ناستې له گډونوالو سره باید خپلې اړیکې، مشورې زیاتې کړي، له هغوی سره د لیدونو گڼ فرصتونه باید رامنځته کړي او پرینږدي چې طالبان په کور دننه منزوي شي یا هم دیواله ته ودریږي.

د افغان سولې دښمنان له شمیره وتي، کابل ته د طالب د راگرځیدو داخلي او نړیوال سیالان هره شېبه په رسینو، فکري مراکزو ( تینک ټینکنس)، دولتونو او نړیوالو کانفرانسونو کې همدا غوغا او چیغې پورته کوي چې طالب ترهگره ډله ده، له دې ډلې سره هر ډول جوړ جاړی د بشري ارزښتونو سپکول دی. طالبان باید په دې پوه شي چې که دا غږونه او چیغي ماتول غواړي نو افغان سولې ته به د پاکستان له عینکو نه گوري، که دا کار یې وکړ دا به یې د تاریخ د پاڼ له څوکې داسې را وغورځوي چې بیرته ختل به ورته ډېر ناشونی کار وي. طالب مشران چې له سختو شرایطو تېر شوي، د ژوند او مرگ ترمنځ یې اړیکه ډېره نازکه بار، بار تر سترگو کړي، په یو تاریخي پړاو کې قرار لري چې که دا د څو ورځو زغم، برم او بصیرت ته یې پام ونکړ، هر څه به په سیند لاهو کړي.

سوله د میلیونونو خپلواکو افغانانو هیله ده، سوله د زرگونو افغان شهیدانو د وینو قیمت دی، سوله د گران وطن د سیاسي، جغرافیوي خپلواکۍ کیلي ده، سوله داسې سیاسي بصیرت دی چې د زرگونو افغانانو ژوند پرې خوندې کیدای شي، له دې امله داسې سپیڅلي هدف ته رسیدل باید په سپیڅلې وسیله او پاک زړه او ارامه ماغزو وشي. د امریکا ځانگړی استازی دنده لري چې د امریکا د گټو د خوندیتوب لپاره له طالبانو سره یوې هوکړې ته ژر تر ژره ورسیږي، همدا د خلیلزاد دنده ده، خو دا چې د امریکا په سوله‌ییزه سیاسي گټو کې به طالبان څنگه د افغانستان گټې پالي، د خپل تحریک د اوږدې مبارزې گټې به خوندې کوي دا نو ډېر ژور کار او زیار ته اړتیا لري، په همدې هیله چې د گران وطن عزت، خپلواکي او سپیڅلتوب په هر څه کې لومړی وگڼو.

یا رب توفیق !

avatar
4 د تبصرو شمېر
4 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

پورته ليکنه مي ولوسته، په مطلب يې پوه سوم. زه د ليکني له منځپانګي سره څه غرض نه لرم، صرف دا يوه خبره پر ور اضافه کوم: که طلبای کرامو حفظهم الله ځانونه له پاکستاني مقاماتو، کرزيانو او ضعيف صاحب څخه ليري او خوندي وساتل، نو ان شاء الله د بري ناوې به په غېږ کي نيسي، خو که داسي ونه کړي بس الله سبحانه دې پر زېرمه سي.

محمد
میلمه
محمد

زه که څه هم ددی میدان پوره اشنا نه یم خو د محترم ورور همت صاحب د نظر پوره ملا تړی یم او دا یو حقیقت دی – أعان الله المستعان ، المخلصین علی ذوي الوجوه المنافقین

غوربندي
میلمه
غوربندي

ضعيف صاحب خو د دردمنو په درد يو دردمن او ټولمنلی شخصيت دی.

محمدفیض الهادی
میلمه
محمدفیض الهادی

خوندور او مثبت نظر

بسم الله
میلمه
بسم الله

مسلمانانو ورونو سلامونه می ومنۍ رحمان بابا د شعر یو نیم بیتی کی وایی چه [ عمل ګران ګفتار اسان دی که پوهیږی ] طالبان د روسانو په ضد جهاد کی هم برخه لرله او ځینی یی هغه وخت د مدرسو شاګردان وو خو کله چه مجاهدینو کابل ونیولو هغه شاګردان طالبان ځوانان شوی وو هغوی چه ولیدل چه مجاهدینو فساد او د ملت سره جنګ پیل کړی دوهم ځل د فساد په ضد جهاد ته راووتل کومو چه د مجاهدینو او جهاد نوم بدنامولو. پنځه نوی سلنه ولس هم ورسره ملګری شو. شرعی نظام او امنیت یی پلی کړو… نور لوستل »

فايز افغان
میلمه
فايز افغان

کابل کې ميشت طالب پلوه وګړي په کابل کې له حاکم حالت څخه خامخوا متاثره دي ، او د پاکستان سره د هر ډول اړيکو مخالفت د دې لپاره شايد وکړي چې تر څو څوک پيغور ورنه کړي. د طالب اړيکې له پاکستان سره د ګاونډي هېواد سره د اړيکو د اړينوالي په بنسټ دي ، او د پاکستان اغيز بيا له پامه غورځول خپله د يوه واقعې جوړښت په وړاندې خنډ جوړول دي. پاکستان هم لکه نور ګاونډي هيوادونه چې ورسره ناستې کيږي له دوی سره د هم وشي . کله چې طالب ته د يوه ملي او اسلامي… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

توله هغه ليكونكى او تبصره كونوكى چى د امريكا تر بيرغ لاندى ليكنى او تبصرى كوى او كاذب شهرت يى موندلى وى په يو نه يو دول به حتماً د هغو تر تاءثير لاندى وى .

جميل
میلمه
جميل

د ټولو محترمو ليکونکو څخه بخښنه غواړم .
دا چی يو نا پوه څه غلطه و وايی ، وای پروا يی نشته خو که يو پوه څه کږه هم وکړی ، بل احساساتی کړی او شيطان غلبه پر وکړی ، د اکثرو پر ځای ټوله ياد کړی .
د محترم همت صاحب خبره هم د فکر وړ ده ، الله(ج) دی خير ورکړی .
وسلام