
د قاري سعید د غوره مقالو ټولګه چاپ شوه
د شاعر او لیکوال قاري عبدالستار سعید چې په قاري سعید شهرت لري، د مقالو او کالمونو ټولګه تازه په تازه په ۴۳۹ مخونو کې له چاپه راوتلې ده.
قاري سعید چې د پکتیا ولایت اوسیدونکی دی، د پښتو ژبې لیکوال او شاعر دی چې په نن ټکی آسیا ویب پاڼه کې یې هم ګڼې لیکنې د قاري حبیب، زخمي افغان، خالد افغان زوی او په څونورو مستعارو نومونو خپرې شوې دي.
د نوموړي د مقالو نوې چاپ شوې ټولګه ( د قلم له سنګره) نومیږي، چې په بیلابیلو سیاسي، اجتماعي او نورو موضوعاتو لیکل شوې مقالې په کې خپرې شوې دي. نوموړي د کتاب په سریزه کې لیکلي( هیڅکله مې دا فکر نه و کړی چې یو وخت به له دې لیکنو کتابي مجموعه جوړیږي. یو وخت راته استاد عبدالهادي مجاهد صاحب یادونه وکړه چې ټولې لیکنې باید په ډیر دقت محفوظې وساتم او که ممکنه وي په کتابي بڼه یې چاپ کړم، ځکه په دې لیکنو کې د دې جهادي دوران د سړو تودو، حماسو، ستومانیو،بریاوو، ستونزو او ابتلاوو ژوندي انځورونه خوندي دي. د تاریخ په یوه سخت پړاو کې زموږ د احساساتو، عواطفو، قرباینو او قهرمانیو ترجماني کوي او راتلونکو نسلونو ته زموږ د جمعي روحیې او رواني حالت څرنګوالی لیږدوي.)
د قلم له سنګره مجموعه کې لسګونه مقالې راغلې دي چې د ځینو مقالو عناوین یې په دې ډول دي:
په جهاد د پنجابیتوب الزام، سیکولران د ډاګیز ارتداد پر لور
کوړنګل،چې ښکیلاک په کې ستومانه شو
د سنګین حماسه تر دې ډېره ستره ده
د یرغلګرو په خلاف نوی جهادي محاذ
په مارجه کې امریکایان په سپیانوپسې پل وهي
په صحرا باغ کې رښتیا څه تیر شول؟
آغاز گر جنگ کیست و راه آبرومندانه چیست؟؟
له امریکا سره سوله د عقل،نقل او عاطفې تر منځ
د شوراب پرل هاربر
د شهید احمدګل سرګذشت
ژېړه ډبه
امریکایي لیلام
او ………
په چاپي بڼه د دا وړ لیکنو خپریدل ځکه ډیر ارزښت لري چې د انلاین رسنیو له پراختیا سره چاپي مطبوعاتو ته توجه کمه شوې ده، چې د کتابونو په چاپ او نشر یې هم بد اغیز کړی دی، په داسې حال کې چې چاپي نشرات د انلاین نشراتو په نسبت ډیر او تلپاتې ارزښت لري.
قاري صاحب
په ګوتو، فکر او ځوانی مو برکت شه
ستاسو هر يو نوم بيله تنوع لري، په بل عبارت که تاسو هر څو هم د واحد شخص په توګه په بيلابيلو نوموړو ليکنې کړې خو د يادې تنوع له مخې داسې محوس کيږی لکه د متعددو اشخاصو ټولی!
خدای ﷻ مو له بدو سترګو ساته