زلمي خليلزاد له طالبانو سره د راتلونکې ناستې په اړه څرګندونې کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹سلواغه، ۱۳۹۷ل): د افغانستان قضيې د سياسي حل په موخه د امريکا د بهرنيو چارو وزير ځانګړی استازی له طالبانو سره د مذاکراتو په اړه په خپل پنځم سفر افغانستان ته رارسېدلی دی او ټاکل شوې ده راتلونکې اوونۍ يو ځل بيا له طالب پلاوي سره په قطر کې د افغانستان د قضيې د حل په موخه خبرې وکړي.

زلمی خليلزاد اوس مهال په کابل کې دی او تيره ورځ يې د افغانستان د قضيې د سياسي حل په موخه د ګډ حکومت مشر او اجرائيه ريس سره هم ليدلي دي.

زلمي خليلزاد له طلوع تلويزيون سره په يوې تازه مرکه له طالبانو سره د مذاکراتو په اړه څرګندونې کړې دي او ويلي يې دي چې ټاکل شوې ده له طالبانو سره په راتلونکې ناسته کې په افغانستان کې اوربند او له افغان حکومت سره د خبرو کولو له پاره د طالبانو د حاضرولو له پاره زمينه برابره شي.

هغه ويلي دی چې :«موږ غواړو چې ډېر ژر اوربند پیل شي او دویم دا چې د حکومت په ګډون د افغانانو ترمنځ خبرې ژر تر ژره پیل شي.»

خليلزاد په افغان حکومت غږ کړی دی چې د سولې په اړه د مشورتې لويې جرګې مخکې له طالبانو سره د مذاکراتو له پاره بايد يو پلاوی جوړ کړي چې په کې د مهمو سياسي څېرو ترڅنګ د هيواد د ټولو قومونو استازي هم په کې شتون ولري.

په همدې حال کې د جمهوري رياست وياند هارون چخانسوري هم وايي چې شونې ده له طالبانو سره د دولتي مرکچي پلاوی په ترکيب کې بدلون راشي او يوه داسې مذاکراتي ډله به جوړه کړي چې ټولو ته د منلو وړ وي.

زلمی خليلزاد افغان حکومت ته له طالبانو سره د مذاکراتي ډلې د جوړښت خبره په داسې حال کې کوي چې تر اوسه طالبان له افغان حکومت سره د خبرو نه کولو په دريځ ټينګار کوي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

تر خليلزاد پورته د امريکا لويو ګبرو مستکبرو هم ډيری هيلی او اميدونه درلودل چی تر سره يی ونکړای شول ، دا بدل امريکايی به څنګه وخپلو هيلو او اميدونو ته ځان ورسوی .
دا بدل به له نورو بدلو او بګيلو سره نورهم افغان زمريان ښه وپيژنی .