ځوان شاعر جلال امرخېل

غزل: جلال امرخېل

جلال امرخېل

سپي دې لیوني پرانستي، کاڼي دې تړلي دي
واه د وخت حاکمه ستا انصاف ته مې کنځلي دي

څه خیالي ځوانان یې په مرګونو اړولي دي
خدایه! څه وحشیان مو فیصلو ته کینولي دي

دا د الوتکو غړمبهار او دا قاتله شپه
ځي سبا مکتب ته ماشومان مې خوبولي دي

لاړ شه، خدای دې مل شه، خو د بیا راتګ دې مه وایه
څوک چې یو ځل تللي، هغه بیا کله راغلي دي؟

ټول عمر مو پړه په طوفانونو اچولې ده
خپل ښاخونه زر ځل موږ په خپل تبر وهلي دي

ما د دې دنیا په امن امن هیوادونو کې
ډیر د خپل تقدیر په لیک په چغو هم ژړلي دي

سر به یې جلاله تر ابده چرته جیګ نه شي
چا چې د وطن لارې اغیارو ته ښودلي دي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د