
۱۶ ايالتونو د ډونلډ ټرمپ پر ضد محکمه کې دوسيه ثبت کړي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۰سلواغه، ۱۳۹۷ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري د بيړني حالت د اعلانولو په ځواب کې د ۱۶ ايالتونو اتحاديې د ټرمپ پر ضد په محکمه کې دوسيه ثبت کړې ده.
ټرمپ د مکسيکو پر سرحد د ديوال جوړولو لپاره د بوديجې ترلاسه کولو په موخه په هېواد کې د بيړني حالت اعلان کړی دی.
دغه دوسيه د کليفورنيا ايالت په يوه محکمه کې ثبت شوې ده.
ولسمشر ټرمپ د مکيسکو پر سرحد د ديوال جوړلو لپاره له کانګريس څخه د پنځه ميلياردو ډالرو بوديجه غوښتې وه، خو کانګريس د ټرمپ دا غوښتنه رد کړې او په ځواب کې يې ټرمپ په ټول هېواد کې بیړنی حالت اعلان کړ.
ټرمپ وايي، چې د کانګريس د ګوښه کولو او د بوديجې ترلاسه کولو لپاره اړ و، چې بېړنی حالت اعلان کړي.
د کليفورنيا ايالت لوی څارنوال زيويير بيکيرا ويلي، چې ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ له واکونو له ناوړه ګټه پورته کوي او له همدې امله به يې محکمې ته راوغواړي.
تر دې وړاندې د ولسمشر ټرمپ پر ضد لومړۍ دوسيه د تېرې جمعې په ورځ د «پبلک سټيزن» په نوم يوې ډلې رسمي کړې وه، چې د مکيسکو سرحد څېرمه ديوال د دوی پر خاوره تېرېده.
د کليفورنيا والي ګيون نيوسم د ټرمپ له لوري د بيړني حالت اعلان سياسي لوبه بللې او دا يې رد کړې ده.
قانونپوهان وايي، چې د بيړني حالت له اعلان سره ټرمپ يوه لور ته ځانته د بوديجې ترلاسه کولو لاره پرانيسته، خو په عين حال کې له قوي قانوني جګړې سره مخ شوی دی.
د قانونپوهانو په وينا ډېری ډيموکراټان د ټرمپ پر ضد قانوني جګړه پر مخ بوځي او د هغه واک به له ننګونو سره مخ کړي.