ګډو ځواکونو د کاپیسا تګاب کې د میاګل جان اغا مدرسه وسوځوله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۰سلواغه، ۱۳۹۷ل):  له کاپیسا ولایت څخه ترلاسه شوی خبر وایي چې بیګا شپه یوولس بجې د ګډ حکومت ځانګړو ځواکونو له امریکايي عسکرو سره په ګډه د تګاب ولسوالۍ د بدراب په سیمه کې د فغانستان د مشهور صوفي فخر المشائخ میا ګل جان آغا په مدرسه چاپه وهلې او د حمید المدارس په نوم دغه تاریخي مدرسه چې سل کاله پخوا تأسیس شوې وه سوځولې ده.

د خبر له مخې په مدرسه کې په سلګونو قر ان شریفونه، د احادیثو مجموعې او نور دیني کتابونه هم سوځول شوې دي. له دې علاوه د میاګل جان اغا د زوی متواضع جان اغا کور هم ځانګړو عسکرو په بمونو الوځولی او تخریب کړی دی. خبر وایي له مدرسې سره نږدې د کوچني بازار دوکانونه هم تخریب او لوټ شوي دي او په همدې کلي کې د ولسي خلکو دوه کورونه هم په بمونو تخریب او په بشپړه توګه نړول شوي دي. تر اوسه په دې پیښه کې د یوه ملکي کس د ټپي کیدو او دوو نورو د نیول کیدو خبر ورکړل شوی دی.

د تګاب پیر ( میا ګل جان اغا) د افغانستان یو له مشهور علمي او روحاني شخصیتونو ګڼل کیده چې د افغانستان پخوانیو شاهانو دې کورنۍ ته ځانګړی احترام درلود. د نوموړي سوځول شوې مدرسه ( حمید المدارس) د افغانستان یوه له پخوانیو او مشهورو مدارسو ګڼل کیده چې په سل کلن تاریخ کې یې په زرګونو دیني عالمان ټولنې ته وړاندې کړي دي.

تر اوسه د حکومتي ځواکونو له خوا د دې مدرسې د سوځولو علت نه دی په ډاګه شوی، د تګاب د اخندازاده مدرسه او کور په داسې حال کې نړول شوي چې څه موده وړاندې د میاګل جان اغا د زوی محمد حامد صوفی جان آغا د وفات له امله ولسمشر اشرف غني ځانګړی د خواشینۍ پیغام صادر کړی و چې په یوه برخه کې همدغې مدرسې ته هم اشاره شوې وه. اشرف غني ویلي وو(ارواښاد صوفي جان اغا د هیواد په کچه جید عالم، د تصوف او طریقت لارښود، مبلغ او مجاهد شخصیت و چې کلونه کلونه یې د اسلام د مبارک دین د پیاوړتیا په برخه کې نه ستړي کیدونکې هلې ځلې ترسره کړې دي او د تګاب د مشهورې مدرسې په چوکاټ کې یې په سلګونوعالمان روزلي او پاللي دي چې مړینه یې یوه لویه ضایع ده)

د یادونې وړ ده چې په دې ورځو کې د دولتي ځواکونو لخوا دغه وړ عملیات خورا زیات شوي، تیره شپه په څنګلوري ننګرهار کې هم ګډو ځواکونو د خوګیاڼو ولسوالۍ د ټټنګ  میاګانو په کلي چاپه وهلې، د ډیرو کلیوالو د کورونو دراوزې یې ماتې کړې، درې تنه ولسي وګړي یې وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
پتنګ
میلمه
پتنګ

دمیا ګل اغا دمدرسې ورانول په اسلامي او ملي عنعناتو ، کړنو او پانګې یو ناروا تیری دی خو چې هر څومره غله مذدوران د اولس په عنعناتو او مقدساتو تیری کوي هغومره نفرت ددې فاسدینو په مخه ډیریږي ! الله پاک دې دا جاهلان په خپله سزا ورسوي ! د تګاب میاګل اغا زما د نیکه سره هم اړیکی لرل او میاګل اغا لنګر ور کاوو او له غریبانو سره به مرستې کولې ا د میاګل اغا مدرسه او دهغه کړنلار ه د افغان دملت يوه ملي سرمایه او یوه خیریه موسسه وه چې غریبان به یې په نس… نور لوستل »

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

د ښکېلاکګر کفر او د هغو د زبونو او ټيټو ګوډاګيانو ماهيت همدغه د اسلام، اسلامي مدرسو او اسلامي علومو اسلامي هيوادونو او مسلمانانو سره دښمني ده. اوس يې دلته د ژوند وروستۍ سلګۍ دي، ځکه دغسي وروستۍ لغتي وهي.ډېر د خواشينۍ ځای دی، خو حمد دي وي لوی څښتن لره له دغسي اسلامي مدرسو څخه را وتلي طالبان (زموږ رښتياني ملي اتلان)به ډېر ژر ان شاء الله د الهي عدل حکومت په ګران هيواد کي ټينګ کړي او ډېري دغسي مدرسې، ښوونځي، پوهنتونونه او نور به په نوې او موډرنه بڼه ورغوي او ډېر ويرجن او داغداره زړونه او… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

د دینی مدرسو په ورانولو کی د کمونیزم او کاپیتالیزم ګډ مخرج په ګوته کیږی چه یوله بله سره د اسلام او مسلمانانو په ضد یو واحد دریز او سنګر لری او خپلو کی چه کوم اقتصادی اشتی پذیر کوم تضادونه یی درلودل هغه هم حل شوی کیدی شی بیا راوټوکیږی مګر د سلمانانو به مقابل کی هغه تضادونه شاته غورځوی. اوسنی جنګ اوسنی نه دی دا د حق او باطل حګړه د هابیل او قابیل له وخته پیل شوی او د عیسی ع او دجال په اخری جنګ به انجام مومی یعنی د هابیل غچ به عیسی ع له… نور لوستل »

Karwan
میلمه
Karwan

شاباش، افرين، افرين سرعلی قومندان اول مفکر غني خان اودکونډي زوي قومپال عبدالله عبدالله دتګاب تاريخي سل کلنه مدرسه مو شهيده کړه او اوس به ډير افتخار کوي چه دمسلمانانوروحيه مو وځپله، باوروکړي دمسلمانانو روحيه نوره هم قوي شوه او تاسي هم خپل نوبت ته انتظار باسي! غني خو ددغه پلان لپاره چه بيا ځوک ګوته ورته وونيسي مخکي له مخکي دمياګل جان آغا دکورني ديوه وفات شوي په مورد خپله خواشيني وښوده او بيا ئي دادي دمدرسي پلان عملي کړ.اشغالګرخو دهمدي وژنو او ورانکارويو لپاره راغلي دي اودهغوي نه ځوک ګيله نشي کولي، اما دغه دوه داولس قاتلان اوس… نور لوستل »