افغانستان

اروپا ته تللی سوداګریز کاروان بېرته هېواد ته را ورسید

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۰سلواغه، ۱۳۹۷ل): له لاجورد لارې اروپا ته د نهو باور وړونکو موټرو خوځېدلی کاروان تېره ورځ بېرته هرات ته را ورسید.

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي وايي، له اروپا سره د ځمکې له لارې نښلېدل به مو په ځان بساینه کې یو ګام وړاندې بوځي.

هغه د همدې کاروان د را رسېدو په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل، په دې ډول به زموږ سوداګر له انحصاره را ووځي.

د لاجورد لارې تړون د افغانستان، اذربایجان، ګرجستان او ترکيې تر منځ لاسلیک شوی، چې له افغانستانه لومړني بار وړونکو موټر د روان کال د لېندۍ میاشتې په ۲۲مه وخوځېدل.

دا موټر پوره شپاړلس ورځې وروسته ترکيې ته ورسېدل او پرون دوشنبه له هغه اړخه بېرته هېواد ته راستانه شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x