نړۍ

په بلوچستان کې امنیت ورځ تر بلي په خرابېدو دی

balochistan_victims_of_a_rocket_attack

کوټه (نن ټکی آسیا 13-3-2011): د پاکستان د بلوچستان په صوبه کې امنتي وضعه ورځ تر بلې په خرابېدو ده.
یوازي پرون د صوبې په مختلفو علاقو کې 7 کسه ووژل شوه، 2 د ګیس پیپونه تخریب، او د ناټو 3 ټانکران وسوځول شوه.
د پاکستان رسنۍ خبر APP وركړ چې په بلوچستان کې د جعفر اباد په خیردین سیمه کې پر یوه کور باندي د راکټ یوه ګولی ولګیده چې له امله یې د څلورو ماشومان په ګډون د یوې کورنۍ 6 کسه ووژل شوه.

چې بیا وروسته په سوونو خلګو د مړو دغه لاشونه پر د بلوچستان او سنده صوبې پر عمومي لاره کښېښوله او څړک یې د ټرافیک په مخ بند کی.
مظاهره کوونکو غوښتنه کوله چې ددغه راکټ فایر کوونکي باید حکومت ونیسي او سزا ورکړي.
د یو بل راپور له مخې پرون وسلوالو ډلو د ګیس یو 18 انچه پيپ په چاوندي تخریب کړی، چې له امله یې د ځینو سیمو د ګیس توزیع متاثره سوله، او همداسي د پير کوه د ګیس پیپ هم پرون الوزول شوی وو.
او همداسی د بختیار اباد په علاقه کې پرون د برق د توزیع کوونکي ادارې واپډا پر یوه موټر چاونده وشوله چې له امله یې 4 کسه ټپيان سول.
او د مچ په علاقه کې بیا پرون نا معلومو وسلوالو کسانو له خوا هغه ټانکران چې ناټو ته تیل وړي په دزو وویشتل شوه، چې له امله یې په نښه شوي ټانکر اور واخیست، او ورته نیژدې دوه نور ټانکران هم ورسره وسوځل.
او پرون د ډېره مراد جمالي په سیمه کې امنیتي چارواکو دوه ښخ کړه شوي بمونه ناکاره کړه، او په خضدار کې دوه کسان د پيسو لپاره اغوا کړه شوه، او په کویټه ښار کې د یو نامعلوم کس لاش وموندل سو.
دا ټوله سربېره پر دې باندي چې پرون د انجمن تاجران او ټوله سیاسي پارټیانو ګډي کمېټې په ټول بلوچستان کې د ټارګټ کلنګ، اغوا برای تاوان، په عام بازارو کې مخامخ غلاوي او امنیت د خراب وضعیت په خلاف بندیز (هړتال) اعلان کړی وو، او پرون د بلوچستان په اکثره غټو ښارونو کې دکانونه او مارکیټونه بند وه.
د بلې خوا د وکیلانو د تنظیمونو له خوا د عدالت څخه ځکه بایکاټ اعلان سوی وو، چې د څو ورځو راهیسی نامعلومو کسانو 4 وکیلان تښتولي او تر اوسه یې هیڅ درک نسته.

په کوټه ښار کې دننه د امنیت حالت دې ته رسیدلی چې په عامو بازارو کې خلګ په جیب کې پيسې نه سي ګرځولی، او په عامو بازارو کې وسلوال غله ګرځي او د خلګو څخه په زور موټر سایکلونه، موټران او پيسې اخلي، او که څوک مقاومت ورسره وکړي، ځاي پر ځای یې وژني.

د بلي خوا د کویتي او چمن دلارې امنیت هم ورځ تر بلې په خرابېدو دی، هر کله چې پر دغه لارو پرتو غلو جیبونه خالي سی، او اعاشه یې ختمه سي، څو ملګري یې په یوه بهانه پر دغه لاره مظاهره وکي، او نور ملګري یې مسافر شکوي، چې اکثره یې هم افغان مسافر وي، او دعلاج لپاره کوټي ته را روان وی، دغه افغان مسافرین یوازي غله نه شکوي، بلکی پر دغه لار ګمارل سوي پولیس هم دوي شکوي، او که څوک شناختي کارډ ونلري 1000 پاکستانۍ روپی ځینی غواړي، او بیا یې خوشی کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x