خليلزاد: له لويې مشورتي جرګې وړاندې بايد له طالبانو سره د سولې لپاره ملي هيئت وټاکل شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۰سلواغه، ۱۳۹۷ل):د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد ويلي، چې د افغانستان روانو حالاتو او طالبانو سره د سولې په موضوع يې له پخواني  جهادي رهبر استاد عبد رب الرسول  سياف سره رغنده ناسته کړې ده.

ښاغلي خلیلزاد  په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، چې له استاد  سياف ورسره منلې، چې له طالبانو سره د سولې لپاره بايد ټولمنلی ملي هيئت وټاکل شي.

هغه وايي، چې  د سولې له مشورتي جرګې وړاندې بايد له طالبانو سره د سولې لپاره ملي مشورتي هيئت وټاکل شي.

هغه تر دې وړاندې له طلوع نيوز سره په ځانګړې مرکه کې زلمي خلیلزاد اندېښنه ښکاره کړې وه، که د سولې لپاره ملي هيئت ونه ټاکل شي، د مسکو ناستې په څېر نورې ستونزې به راپيدا شي.

خلیلزاد ټينګار کوي، چې له طالبانو سره د سولې لپاره بايد د ګډ حکومت په شمول ټول سياسي ګوندون په ګډه د سولې خبرو ته کار وکړي.

د چارو کارپوهان وايي، چې  خلیلزاد  غواړي، د ګډ حکومت په شمول ټول سياسي ګوندونه په ګډه له طالبانو سره له يوه ادرسه خبرې وکړي، خو د ګډ حکومت چارواکو ته دا کار د منلو نه ښکاري او په دې کې د خپل رول او اهميت بايللو په اړه اندېښمن دي.

طالبان هم وايي، چې د  افغانستان روانې  کشالې د پای ته رسولو په موخه د افغانستان له ټولو مهمو اړخونو سره په اړيکه کې دي او غواړي، چې د بهرنيو پوځيانو له وتلو وروسته حالت په اړه سر له اوسه له ټولو سياسي ګوندونو، مدني ټولنو او قومي مخورو سره د مخامخ ناستو له لارې ممکنه پېښېدنکې ستونزې حل کړي او د بهرنيانو له وتلو وروسته افغانستان يو ځل بيا د کورنۍ جګړې او تاوريخوالي ښکار نشي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

د خليلزاد ژبه ډيره اوږده سوی ده .
د طالبانو محترمو استازو ته ښايی چی کله کله پر ورځنی حالاتو او پر خپلو اهدافو ټينګار باندی د موئمنانو زړونه يخ کړی او د ځينو شکمنو وسواس ليری کړی .