له المانه د ۳۸ شړل شویو کډوالو الوتکه نن کابل ته راورسېده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۰سلواغه، ۱۳۹۷ل): المان خبري اژانس وايي، له دې هېواده يې نږدې څلوېښت تنه کډوال بېرته کابل ته لېږلي او دا د افغان کډوالو د لېږد ۲۱م پرواز دی.

د سرچینې په وینا دا ټول پروازنه له ۲۰۱۶ز کال راهیسې شوي دي، چې ټول پکې شاوخوا پنځه سوه تنه بېرته افغانستان ته رالېږل شوي دي.

المان اژانس د کابل هوايي ډګر د چارواکو په حواله ويلي، چې د تازه را شړل شویو کډوالو الوتکه نن سهار هوايي ډګر کې ښکته شوه.

المان کې هغه سازمان چې د کډوالو پلويتوب کوي د دې کسانو د شړل کېدو په غبرګون کې اعتراض غونډه هم د فرانکفورت هوايي ډګر ته را بللې وه، خو الماني چارواکو يې غږ نه دی اورېدلی.

د ګډ حکومت له پیل سره سلګونه ځوانان د بې کارۍ، نا امنۍ او ګڼو نورو ستونزو له امله اروپا ته قاچاقي خوځېدلي دي، چې ګڼو يې په لانجمنو لارو کې ځانونه هم بایللي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د