
سوداګري او پانګونه؛ سعودي وليعهد نن هند ته ځي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۰سلواغه، ۱۳۹۷ل): د سعودي وليعهد محمد بن سلمان د پاکستان له سفر دوه ورځې وروسته نن هند ته ځي او هلته به له هندي چارواکو سره د ملياردونو ډالرو د پانګونو هوکړې وکړي.
هندي رسنۍ وايي، لومړی وزير نريندرا مودي به د سعودي شهزاده هرکلی وکړي.
د هند د بهرنيو چارو وزارت ووايي، لومړی وزير نريندرا مودي به له سعودي وليعهد سره د سوداګرۍ، پانګونې، امنيت او دفاع سربېره په تروریزم او انرژي په اړه خبرې وکړي.
هندي چارواکي وايي، چې سعودي شهزاده سره ورغلی پلاوی به په هند کې د ۴۴ ميلياردو ډالرو پانګونې بېلابيلو تړونونه هم وکړي.
د يادونې وړ ده، چې هند او سعودي له تېرو دوو لسيزو پراخې سياسي او اقتصادي اړيکې لري او هند د سعودي شاهي دولت لپاره په نړيواله کچه تر ټولو ستر څلورم سوداګريز هېواد دی او يوازې په ۲۰۱۷ او ۱۸ کلونو کې د هند او سعودي ترمنځ د ۲۸ ميلياردو ډالرو سوداګري شوې ده.
شهزاده محمد بن سلمان تر دې وړاندې د روانې فبروري په ۱۷ او ۱۸ نېټه د هند سيال هېواد پاکستان ته تللی و او هلته يې د ۲۱ميلياردو ډالرو په ارزښت بېلابېلې معاهدې لاسليک کړې.