ارګ وايي د ټاکنیزې کمیشنرۍ لپاره اته تنه معرفي شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۰سلواغه، ۱۳۹۷ل): نږدې دوه اوونۍ وړاندې د ټاکنیزو کمیسیونونو ټول کمېشنران د محمد اشرف غني د فرمان له مخې له دندو لرې کړل شول، چې تازه د نورو کمېشنرانو د ګمارنې اړوند د هغه ویاند څرګندونې کړې دي.

هارون چخانسوري ویلي ارګ ته د ګوندونو له لوري اته تنه معرفي شوي دي او په وینا يې دا لړۍ روانه ده.

هغه نن په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل، راتلونکو دوو ورځو کې به ټول لیست بشپړ شي.

د ټاکنو د قانون له مخې د کمېشنرۍ په خاطر د نوماندۍ لپاره د افغانستان تابعیت، ۳۵ کاله عمر، لیسانس او پنځه کلنه مدیریتي تجربه مهم دي.

د دې تر څنګ باید «ښه شهرت ولري» او همدارنګه له کمېشنر کېدو سره سم که د کوم ګوند غړی وي باید غړیتوب لغوه کړي.

یاده دې وي د ولسي جرګې ټاکنې د روان کال تله میاشتې کې وشوې، چې لا يې هم بشپړې پایلې نه دې اعلان شوې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د