د لوړو زده کړو وزير د پوهنتون له استاد نه بښنه وغوښته

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۰سلواغه، ۱۳۹۷ل): د تيرې يکشنبې په ورځ په کابل کې د لوړو زده کړو وزير ساتونکو د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي استاد محمد مرهون وهلی و او سپکې سپورې يې ورته کړې وې.

له هغې وروسته محمد مرهون په خپله فيسبوک پاڼه وليکل چې د «نن سهار له پوهنتون څخه وتلم، لار مې د بل استاذ موټر ته پرېښوده چې د وزیر د ساتونکو لخوا لومړی سپکې سپورې راته وویل شوې، وروسته یې پر پزه او خوله پر بوکس ووهلم»

نن له غرمې مخکې د لوړو زده کړو وزير د چاپيريال ساتنې ادارې رئيس او د ولسي جرګې له دوو تنو وکيلانو سره د استاد محمد مرهون پوښتنې ته ورغی او له هغه څخه يې د وزارت د ساتونکو له خوا په وهل کېدو بښنه وغوښته او دا کړنه يې د علمي او اکاډميک چاپيريال خلاف وبلله.

د کابل پوهنتون استاد هم د وزارت ساتونکي ته د بښنې ترڅنګ د لوړو زده کړو وزير ته په چارو کې د لاهمکارۍ ډاډ ورکړ.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې د لوړ پوړو چارواکو له لوري د ټيټ پوړو مامورينو وهل او سپکول عادي شوی دي خو دا لومړی ځل دی چې يو وزير له وهل شوي شخص څخه بښنه غواړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د