عمران خان: که هند پر پاکستان برید وکړي، سمدستي ځواب به ورکړو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۰سلواغه، ۱۳۹۷ل): د پاکستان صدر اعظم عمران خان ويلي، د هند تر واک لاندې کشمير کې پر هندي پوځيانو د برید په اړه له هند سره هر ډول مرستې او د معلوماتو تبادلې ته چمتو دي او که هند د پاکستان پر خاوره برید وکړ، دوی به يې سمدستي ځواب ووايي.

عمران خان د هند هغه تورونه هم رد کړي، چې په ياد  برید کې  يې د پاکستان لاس لری و.

د تېرې پنجشنبې په ورځ کشمير کې پر هندي پوځيانو يوه سرتيري برید کې ۴۰ پوځيان وژل شوي وو.

د هند لومړي وزير نريندرا مودي ويلي و، چې پر هندي پوځيانو برید د پاکستان استخباراتو کړی او نور د  خبرو وخت نه، بلکې د عمل وخت دی او د خپلو پوځيانو د غچ اخيستو لپاره يې پاکستان ته ګواښ کړی و.

عمران خان د هندي  چارواکو تورونه بې اساسه بللي او ولس ته يې په ټلويزوني وينا کې ويلي، چې پر هندي پوځيانو برید کې د پاکستان هېڅ خیر او ګټه نشته او وړانديز يې کړی، چې هند بايد د تورونو لګولو پر ځای خپل معلومات له پاکستان سره شريک کړي او د  پاکستان له لوري يې ورسره هر ډول مرستې او معلوماتو تبادلې په اړه چمتووالی ښودلی دی.

عمران خان پر هند غږ کړی، که د يادې پېښې  په اړه ورسره هر ډول اسناد وي، له پاکستان سره دې شريک کړي او  دوی به په دې اړه خامخا جدي ګامونه واخلي.

د پاکستان لومړي وزير ويلي، چې پوځي عمليات او جګړې د حل لاره نه ده او هند هم بايد د تاتريخوالي زياتولو پر ځای له سوله ييزو لارو د اسلام اباد او نوي ډيلي ترمنځ شته ستونزې پای ته ورسوي

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
RAZMOHAMMED KAMAWALL
میلمه
RAZMOHAMMED KAMAWALL

ATTENTION TO PRIME MINISTER MUDI AND AFGHAN AND BALOOCH LEADERS]
IF GREAT INDIA SEND ALL FORCE FROM NORTH TO SOUTH ON BORDER ON PAKISTAN AND START ATTACK ON PAKISTAN ALSO PASHTOONS AND BALOOCH BROTHERS ALSO START ATTACK ON PUNJABI TERRORISM/
INSHALLLAH WE WILL GET FREEDOM.
AND PAKISTAN WILL BE SQUEEZE LIKE BALOON.
I HOPE TO INDIA/PASHTOONS&BALOOCH/SENDEEY BROTHERS DO ATTACK IN ONE TIME.SOON