
په ايټاليا کې د افغانستان سفير استعفا ورکړه
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۰سلواغه، ۱۳۹۷ل): په ايټاليا کې د افغانستان سفير وحيد عمر له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.
وحيد عمر ويلي دي چې له شاوخوا درې کالونو راهیسې يې په ايټاليا کې د سفير په توګه دنده ترسره کړې ده او له دې وروسته نور نه غواړي چې يادې دندې ته دوام ورکړي.
د ګډ حکومت مشر ته په ليکلي استعفا ليک راغلي چې په ايټاليا کې يې د افغانانو له پاره د پام وړ خدمتونه کړي دي او په دې هيواد کې د افغانستان سفارت چارې په ښه توګه پر مخ وړي دي.
عمر ويلي دي چې د کب د مياشتې تر پايه پورې به تر هغې په خپله دنده پاتې شي ترڅو بل سفير وټاکل شي او د مسؤليتونو له ورسپارلو وروسته به ژر خپل هيواد ته راستون شي او په هيواد کې به له بلې لارې خدمت وکړي.
وحيد عمر د پخواني ولسمشر حامدکرزي په حکومت کې هم د نوموړي د وياند په توګه دنده ترسره کړې وه او د ګډ حکومت له لوري له شاوخوا درې کالونو راهيسې په ايټاليا کې د افغانستان د سفير په توګه دنده ترسره کړه.
د يادونې وړ ده چې د افغانستان په کور دننه او بهر کې ګڼ شمير چارواکي او ديپلوماتان له لږ مودې وروسته خپلې چارې پريږدي او استعفاوې وړاندې کوي چې له همدې امله تر اوسه پورې د ګڼو دولتي ادارو چارې د سرپرستانو له لوري اداره کيږي.