ملي شورا وايي د سولې پر ضد مخالفتونه شته

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۰سلواغه، ۱۳۹۷ل): د ملي شورا دواړه جرګې پر دې باور دي چې د سولې پر وړاندې مخالفتونه شته او ان واحد دریځ موجود نه دی.

د مشرانو جرګې دویم مرستیال محمد اصف صدیقي په ښکاره نه وايي چې څوک یا هم کومه کړۍ د سولې مخالفه ده، خو په وینا يې که دا اختلافات یوې خواته شي نو له ملت سره به احسان شوی وي.

د ده په وینا د سولې مخالفین نه غواړي چې دلته دایمي کراري راشي او دا هېواد له جنګه خلاص شي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې منشي عرفان الله عرفان هم وايي چې دلته واحد دریځ نشته، په وینا يې هغه وخت را رسېدلی چې باید واحد دریځ ونیول شي او د وینو تویېدو مخنیوی وشي.

دا په داسې حال کې دی چې تازه د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم پر حکومت غږ کړی چې ټول‌شموله او با صلاحیته پلاوی دې وګماري.

که څه هم وړاندې تر دې محمد اشرف غني د امنیت شورا له ادرسه یو اوږد نوم‌لړ د مرکچي پلاوي په پلمه خپور کړ، خو وروسته چې د هماغه نوم‌لړ ګڼو کسانو په مسکو کې له طالبانو سره ناسته وکړه، اشرف غني دوی «هیڅوک» وبلل.

د جګړې د ختمولو لپاره د زلمي خلیلزاد د ماموریت له پیل سره محمد اشرف غني د جلا، سولې شورا د جلا او ځينو ګوندونو د جلا پلاویو جوړېدو خبر ورکړ، خو ښکاري چې زلمي خلیلزاد ته یو هم معیاري نه ښکاري.

په ورته وخت کې ارګ یادونه کړې، که د قطر راتلونکې ناسته کې دوی ته هم خبرو کې د ګډون واک ورکول کېږي پلاوی به ور ولېږي، کنه د ابوظبۍ ترخه تجربه بیا تکرار نه کړي.

ټاکل شوې امریکا او طالبان د یوازې شپږ ورځې وروسته په قطر کې سره جرګه شي، چې یادې ناستې ته ډېرې هیلې پیدا شوې دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د