د تګاب د شهیدې مدرسې فریاد

قاري سعید

تېره شپه د ۱۳۹۷ لمریز کال د سلواغې د میاشتې په ۳۰ مه نیټه، د شپې ۱۱ بجې وې، چې ګڼ شمیر بهرني اشغالګر او د هغوی ګوډاګیان په څرخکو کې راغلل. د کاپیسا د تګاب ولسوالۍ د بدراب په سیمه کې پیاده شول. د لیونیو ځناورو په شان یې هر خوا حملې او داړې پیل کړې. بازار یې ونړاوه، د خلکو کورونه یې په بمونو لوټه لوټه کړل او په پای کې راغلل د دې اسلامي هیواد په یوه تاریخي درسګاه( حمیدیه مدرسه) یې خپل د کینې ډډی تش کړ.

هو کې، د جهل او وحشت لښکر دغه تاریخي مدرسه یوازې او یوازې د قرآن او احادیثو د تعلیم او تدریس په جرم، د علم او دیانت د رڼا خپرولو په تور، له خپلو زرګونو کتابونو او درسي موادو سره وسوځوله. (و الی الله المشتکی)

د تګاب د شهیدې مدرسې له سوځیدلو نږدې ۲۴ ساعته تیریدونکي دي. خو نه یې د شهادت خبر د کومې معتبرې رسنۍ سرټکی شو. نه ورباندې کوم د علم او روښانتیا مدعي یو څاڅکی اوښکه نذرانه کړه، نه یې غم ، غم وبلل شو او نه یې هم چا سوځوونکي محکوم کړل.

د تګاب مدرسه خپل شهادت ته دومره نه ده خپه، لکه د اهل الزمان بې تفاوتي او بې عدالتي یې چې ځوروي. راځئ دلته لږ د دې شهید مدرسې د زړه غږ واورو، لږ یې شکوې او شکایت ته غوږ ونیسو، چې د زمانې د بې درده او پله بینو خلکو په ادرس څه وایي:

اې د وروستۍ زمانې بې درده خلکو!

اې د رسنیو، قلم، اخبار او مایک واکدارانو!

زه د یوې مدرسې په حیث ځان هیڅکله له مکتب، لیسې او پوهنتون څخه پردی نه ګڼم، مکتب او مدرسه چې د دیني او عصري علومو منابع دي د معاصر مؤمن انسان د ارتقاء او پرواز غبرګ وزرونه ګڼل کیږي. په دې وزرونو کې که هر یو مات شي، د مؤمن ملت سقوط حتمي دی. که مکتب ورته د مادي ژوند لارې ګودرې ښيي، مدرسه ورته روحاني استعداد او نبوغ وربښي. خو د ګیلې ځای دا دی چې نن سبا یو شمیر هغه چې ځان د علم او پرمختګ مدعیان هم بولي،د علم او معرفت د دې دوو منابعو تر منځ توپيري چلند کوي.

راځئ دغه دوه ګوني چلند په یوه فرضي بیلګه کې وارزوو.

په کابل ښار کې حبیبیه لیسه زما ( حمیدیه مدرسې) همځولې ده. هغه وخت چې امیر حبیب الله خان په کابل کې د حبیبیه لیسې بنسټ ایښود. د تګاب فقیر شیخ الاسلام ملا حمیدالله اخندزاده په خپل کلي کې د دیني علومو تدریس کاوه. زما نوم ( حمیدیه مدرسه) د همدې ستر مدرس له نوم سره تړل شوی دی. په دې حساب زه او د کابل حبیبیه لیسه د افغانستان له ډیرو پخوانیو علمي ادارو څخه یو. چې موږ دواړو د دې هیواد لپاره د علم او عمل په زیور سمبال زرګونه عالمان او فاضلان روزلي دي.

تاسو فرض کړئ، که تیره شپه خدای مکړه چا د کابل حبیبه لیسه سوځولې وای. د هغې سل کلن ارشیف، دفاتر او کتابتون یې له ټولو کتابونو سره په بارودو لوخړه کړای وای . . . نو اوس به په رسنیو کې څه حال وای.

زما باور  دی چې د ارګ واکمن به ملي ماتم اعلان وای. سوځوونکي به یې تر ټولو کرغیړن او ظالم ترهګر بلل شوي وای، شاعرانو به ویرنې او ژړوونکې قصیدې پسې لیکلي وای. فیسبوکیانو او ټویټروالو به یې په ماتم درسته نړۍ خبره کړې وای. . . مګر های افسوس. . . اوس چې د حبیبه لیسې همځولې مدرسه د بارودو په اور کې کباب شوې ده، نو یې غم تر واورې سوړ دی. ځکه چې دلته د عصر واکمن او حاکم فکر له دین سره په جنګ دی، نو ځکه هر هغه شخص او اداره هم پردۍ او مباح الدم بولي چې له دین سره تړاو لري. زما ګناه دا ده چې د دې اولس د روح تربیه مې کوله. په ما کې الهي کتاب او د نبوي احادیثو صحاح سته تدریسیدل او بالاخره زما نوم فرانسوي نه بلکې عربي ریښه درلوده، نو ځکه مې واکمن سیکولران واجب القتل بولي.

تاسو به راباندې هر نوم کیږدئ. د ترهګرو(!) ځاله به مې وبولئ، د وطن دښمنۍ پیغور به راپسې غوټه کړئ. خو زما تاریخ دې ځمکې او اسمان ته معلوم دی، زما په افتخاراتو حتی ستاسو سیکولر اسلاف هم معترف دي او زما له ویاړمن تاریخ څخه هیڅوک سترګې نه شي پټولی.

د افغانستان د یوې تاریخي مدرسې په حیث زما نوم ( حمیدیه مدرسه) د افغانستان له یوه ستر علمي، روحاني او جهادي شخصیت شیخ الاسلام ملا حمیدالله اخندزاده ( د تګاب فقیر) سره غوټه دی. دتګاب فقیر د احادیثو اجازه او د تصوف د شاذلیه طریقې اذن د هیواد له ستر عالم ملا مشک عالم څخه ترلاسه کړی و. هغه ملا مشک عالم چې په افغانستان د دوهم انګریز یرغل په مهال د اشغالګرو په وړاندې د سد سکندر په شان ودرید. کتابونه یې کت کړل او له ټولو طالبانو سره د جهاد ډګر ته ووت او تر هغه وخته یې خپلې جهادې مبارزې ته ادامه ورکړه تر څو یې دا هیواد له انګریزي استعمار څخه خلاص کړ.

د تګاب فقیر په قادریه طریقه کې د هډې د ملاصاحب ( نجم الدین اخندزاده) ماذون و، هغه نجم الدین اخندزاده چې استاد او مرشد یې ( د سوات اخندزاده مولانا عبدالغفور صاحب) د امیر دوست محمد خان په زمانه کې د سیکانو او انګریزانو د یرغلونو په وړاندې د نه ماتیدونکي کمر مثال درلود،  هغه چې د پیښور او سوات وروستی ساتونکی یادیږي، سید جمال الدین افغاني یې په تتمة البیان کې په توصیف ژبه ټکوي، تر دې چې د غلام محمد غبار په شان سیکولر مزاجه لیکوال یې هم د ( مرد مجاهد) او ( دشمن استعمار فرنګ) په القابو نازوي.

زما د نوم نسبت د تګاب فقیر مولانا حمیدالله اخندزاده سره تړلی دی. هغه مولانا چې په ۱۹۱۹ م کال کې یې د افغانستان د خپلواکۍ جګړې ته له خپلو ټولو طالبانو او مریدانو سره وتلی و او داسې ویاړمن کردار یې اداء کړی و، چې امان الله خان ورته د ( لمر اعلی) نښان ډالۍ کړ.

د مدرسې کوم دیوالونه چې تاسو وسوځول، دغه دیوالونه په ۱۳۲۴ لمریز کال کې دتګاب د فقیر یوازیني زوی میا ګل جان اغا ودان کړي وو. هغه د هیواد وتلی عالم چې له کوچنیوالي د علم او نبوغ نمونه و، لا دیارلس کلن و چې د امان الله خان حکومت ورته د (ستوري) افتخاري نښان ډالی کړ او وروسته یې د خپل عالم او فاضل پلار مسند په ډیر ښه شان وپاله.

نه پوهیږم، د وخت حاکمانو په کوم جرم زما دومره سپکاوی وکړ؟ ما کومه داسې نه بښونکې ګناه کړې وه چې تر دې حده تحقیر او تعذیب شوم؟  زما خټه خو د دې هیواد او اولس د تر ټولو ویاړمنو، مخلصو او فداکارو زامنو په لاس خیشته شوې وه. زما تاریخ خو د هیواد له خپلواکۍ د دفاع تاریخ دی. زما کاري سابقه خو د خپل اولس د دیني او افغاني ارزښتونو د ساتنې، د سپیڅلې عقیدې د ترسیخ او د خپل اصیل فرهنګ د تقویې او غناء له کارنامو جوړه ده. زه نه پوهیږم چې بالاخره زما جرم څه و چې داسې د قساوت او بې رحمۍ په اور کې لولپه شوم؟؟؟؟

کله خو په زړه راګرځي، چې کیدای شي زمانه به سرچپه شوې وي. ارزښتونو او معیارونو به تیندک خوړلی وي او په دې نوي(!) عصر کې به هغه څه جرم بلل کیږي چې پخوا زموږ په دیني او ملي قاموس کې ویاړ او افتخار بلل کیده.

که داسې وي، نو بیا واقعا زه په سوځيدلو ارزم،ځکه زما استادانو، طالبانو او منسوبینو همیشه هغو اشغالګرو ته د سر په کاسو کې اوبه ورکړي چې په نولسمه او شلمه پیړۍ کې یې د اسلام دې ټاټوبي ته چپ راکتلي وو.

زما په اسلافو کې ملا مشک عالم، د سوات مولانا عبدالغفور او نجم الدین اخندزاده هغه خلک وو چې په نولسمه پیړۍ کې یې د انګریزي استعمار ستونی زولانه کړی او د هندوکش د لمنو پر خوا یې د هغوی د پرمختګ مخه ډب کړې وه. وروسته زما مهتممینو پلار او زوی( د تګاب د اخندزاده ګان) هم د انګلیس څخه د خپلواکۍ مبارزین وو، چې هم یې د طرزي د سیکولرزم مخه ډب کړه او هم یې د کمونیزم پرخلاف په میړانه د جهاد فتوی صادره کړه. د لیبرالیزم، سیکولرزم، کمونیزم او نورو بې دینه پردیو نظریو په خلاف زما مبارزه یو انکار نه منونکی واقعیت دی. او شاید همدا زما د تعذیب اصلي لامل و.

خو خیر، زما له سوځولو دا تمه مه کوئ چې په دې وطن کې به د دین او دیانت ډیوه ووژنئ. دلته ډیرې مدرسې سوځول شوې، دلته ډیر ځوانان د خلیل په شان د توحید په جرم مشرکانو اور ته غورځولي. خو دلته هر خلیل د خپل وجود له ایرو څخه د ققنوس مارغه په شان پرواز کړی. په نوې روحیه راپاڅیدلی او د نمرود په شان د مادې باورمن یې د تاریخ کندې ته ور ټیل وهلي.

نو اې د مدرسې او مسجد سوځوونکو!

په دې باور ولرئ چې خدای، اولس او تاریخ ته مو مخ تور دی، په دې حسودانه کارونو سره تاسو مسجد او مدرسه نه، بلکې خپل اعتبار او خپل راتلونکی سوځوئ. په دې باور ولرئ چې په په نن پسې سبا ضرور راتلونکی دی.

داني که خون ناحق پروانه شمع را

چندان امان نداد که شب را سحر کند

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حمیدالله صافی زړور
میلمه
حمیدالله صافی زړور

سلام علیکم قاري صاحب سعید، افغان موءمنینو او مسلمانانو ا و د ڼن ټکی آسیا وبثایټ چلوونکو ته! په تګاب کښې د (حمیدیه مدرسې) په سوزولو او نپوهیږو د کومو وحشي ځناورو له خوا مسجد،مدرسې، قرآن کریمونو او نایابه دیني او فقهي کتابونو د هور په لمبو کښې لو لپه کولو او… له کبله مې د زړه له تل څخه د دې ناکاره او کرغېړن عمل مرتکبينو مشرکینو، منافقینو ،مفسدینو او د نړیخوار امپریالیزم سر دمدارانو او ګوډاګیانو باندې ېې تو لعنت وایم. د خدای تعالی ج.، د انبیاوو، د ملایکو ، د شهیدانو د ارواوو، د پخوانیو دیني مشرانو… نور لوستل »

شهاب
میلمه
شهاب

مننه قاریصاحب ستا د لیکني دې الله پاک اجرونه درکړی. البته ددې مدرسی سوزول د اشغالګرو او د هغوی د نامرده روزل شویو لخوا نه شاید اخرنی وی. خو اوس به هغه دولتی یا غیر دولتی څیری څه وایی چې ویل به یې خپل بچیان د پاکستان له مدرسو را وباسۍ او پخپل وطن کی یې په مدرسو کی داخل کړۍ.

حکیمي
میلمه
حکیمي

دکتابونو په سکروټو کې به اوور پاتې شي
شغلې به وشیندي سپر غۍ به لورپه لورپاتې شي

موږ به شهیدې مدرسې بیرته ودانې کړو خو
ستاسوداتورمخ به اولس ته داسې تورپاتې شي

ړنګې حجرې به دې دادنګې مانۍ اوسوزوي
اوس که خبره دجګړې اویادزور پاتې شي
.

تاچي دخپل کورډېوه نورو باندې ووژله
نوښه خبرشه چي سبابه درنه کور پاتې شي

ستاپه ګریوان به دقران لاسونه خښ شي مشره
دخیال جنت به دې په وینو کې نسکور پاتې شي

حکیمي وران کورونه ورانې مدرسې اوکلي
دسیکولرنظام په ټنډه به پېغور پاتې شي

لونګ
میلمه
لونګ

یاره تاسو لدی نه زیاد مکتبونه او کتابخانی سوزولی. څه فکر کویی په مکتب کی قرآنکریم نه لوستل کیږی؟ وایی خړ سپی د لیوه ورور ده. ##########