نتنياهو: ایران د اسرائيلو او عربو ګډ دښمن دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱ کب، ۱۳۹۷ل): د اسرائيلو صدر اعظم بنيامين نتنياهو وايي، د منځني ختيځ د ستونزو د حل لپاره د اسرائيلو او عربو يووالی اړین دی او د دواړو لوريو ګډ دښمن ایران دی، چې بايد په ګډه يې پر خلاف ګامونه پورته شي.

نتنياهو ويلي،  چې عربو سره يې اړيکې مخ پر ښه کېدو دي، همدارنګه د ایران له انقلاب وړاندې يې له ایران سره هم ښې سوداګريزې، سياحتي او ډيپلوماټيکې اړيکې وې.

د هغه په وينا اسرائيل له اردن او مصر سره امنيتي معاهدې لري او د ایران دښمني نور عرب هېوادونه هم له اسرائيلو سره نږدې کړي او شونې ده، چې په لنډ راتلونکي وخت کې نورو عربو هېوادونو سره هم امنيتي او دفاعي اړيکې جوړې شي.

نتنياهو او نورو اسرائيلي چارواکو تر دې وړاندې هم د مصر او اردن سربېره له سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او بحرين سره د ښو اړيکو یادونه کړې ده.

د اسرائيلو صدراعظم په  خپلو تکراري څرګندونو کې ويلي، چې د سعودي او اماراتو سربېره له نورو منځلارو عربي هېوادونو سره ښې اړيکې لري او غوښتنه يې عرب مشران بايد دا اړيکې نورې ښکاره  کړي او د ایران پر ضد له اسرائيلو سره په ګډه څرګند دريځ ونيسي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حکیمي
میلمه
حکیمي

ایران اسرایل او وهابیابي عرب ټول یو ډول داسلام دښمنان دي