پاکستان څرنګه د سولې پروسې سره مرسته کولای شي؟

عبدالرحمن

په دې وروستیو کې د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو اترو د پيل وروسته پر پاکستان هم فشارونه زیات شوي تر څو د خپل سیاسي نفوذ او طالبانو سره د ښو اړیکو څخه په استفادې هغوی وهڅوي چې د افغان لوري سره مذاکراتو ته کښيني، چې د پاکستاني چارواکو د ویناو سره سم هغوی هم ورته سینه ډبولې خو په عمل کې يې داسي لوبه پيل کړې چې نه یوازي د افغان لوري سره د مذاکراتو خنډ جوړیږي، بلکې د امریکا او طالبانو تر منځ روانه پروسه هم د خنډ سره مخ کوي.

امریکا او طالبانو په قطر کې د بل هر هیواد د منځګړېتوب یا ګډون څخه پرته یو د بل سره مذاکرات پیل کړل او بالاخیره یې یو لړ توافقات هم وکړل چې په هغو کې د امریکايي ځواکونو وتنه او د طالبانو له لوري امریکا ته ډاډ ورکول یې د سر ټکي وه، او د همدې دوو توافقاتو د عملي کولو لپاره دواړو لوریو پر دوه بیلا بیلو کاري ګروپونو هم توافق وکړ چې د امریکایانو او طالبانو څخه به تشکیل وي، د امریکايي ځواکونو د وتلو د مهالویش تخنیکي اړخونه به څیړي او همداسي به د افغانستان څخه د امریکايي ګټو د نه استهداف لاري چاري لټوي.

طالبانو او امریکایانو د قطر څخه ماسیوا په اسلام اباد او ابوظبي کې هم ناستې وکړې چې دواړې بې نتیجې پایته ورسیدې، او همداسي درې غونډې چې په اسلام اباد کې دوه ځله او جده کې یو ځل تر سره کیدونکي وې، وځنډېدلې.

ددغو غونډو ځنډېدل او پر وړاندي يې خنډونه را منځته کېدل ډېر عوامل لري، خو که تر سره شي او بیا بیا باندي ټینګار وشي، نو نه یوازي چې مذاکراتي پروسې ته به تاوان ورسوي بلکې دغه پروسه به د سیمه ییزو هیوادونو د خپل منځیو رقابتونو ښکار وګرځوي او هیڅ به هم تر لاسه نه شي.

داسي ښکاري چې پاکستان په دې وروستیو کې پر طالبانو فشار وارد کړ او هغو یې دې ته اماده کړل چې راتلونکې ناسته د امریکایانو سره د قطر پر ځای په اسلام اباد کې وکړي چې له مجبوریته طالبانو هم ورسره ومنله او په یوه رسمي اعلامیه کې يې وویل چې د قطر تر غونډې مخکې به د امریکایانو سره په اسلام اباد کې ناسته کیږي او طالب استازي به د عمران خان سره هم وویني.

کیدای شي د ځینو سیاسي ملحوظاتو له امله پاکستان د عمران خان او د طالبانو تر منځ د لیدنې له اعلان څخه ډډه کړې وي او حتی د اسلام اباد د غونډې په اړه یې ښکاره موقف نه وي نیولی خو د طالبانو له لوري دغه سي یو اعلان یو طرفه غوندي ښکاره شو، او د غونډې دایرېدل، ځنډېدل یا لغوه کېدل هر څه پر طالبانو ور تمام شول.

اوس چې د ۱۸ فروري د اسلام اباد غونډه وځنډېده، خبره د ۲۵ فروري غونډې ته ودریده چې له مخکې د امریکایانو سره په قطر کې ټاکل شوې، ښه به دا وي چې دغه غونډه پر خپل وخت تر سره شي او ګډونوال یې هم هغه پوره مذاکراتي ټیم وي چې طالبانو په دې وروستیو کې اعلان کړی.

پاکستان که په رشتیا هم د خپلو وعدو سره سم د افغانستان د سولې په بهیر او مذاکراتي پروسه کې مرسته کول غواړي، نو همدا یې ښه لاره ده چې طالبانو باندي د فشار راوړلو پر ځای هغوی ته تسهیلات برابر کړي چې چیرته غواړي هلته لومړی د خپلې تګلارې سره سم د امریکایانو سره خپل مسایل حل کړي او بیا د افغان لوري سره مذاکراتو ته داخل شي.

همداسي پاکستان کولای شي چې د طالبانو او افغان غیر دولتي شخصیتونو تر منځ په اسلام اباد، مسکو، دوحه او نورو ځایونو کې د غونډو سلسله تقویه کړي، طالب چارواکو ته د سفر تسهیلات ورکړي او پر هغوی ټینګار ونه کړي چې ناستې به خاماخا په اسلام اباد کې کوي.

زما په فکر کیدای شي چې پاکستان بالاخیره رشتیا هم د افغان سولې په بهیر کې د صادقانه مرستې لپاره را وړاندي شوی وي خو کومه تګلاره چې يې غوره کړې، باید لومړی پاکستان ورته متوجي شي او په دوهم قدم کې هغه هیوادونه هم ورته متوجي شي چې پاکستان باندي فشار اچوي او هغوی د طالبانو هڅولو یا مجبوره کولو ته اړباسي.

(د افغانستان په سوله او امن کې د پاکستان، ګاونډیو او سیمه ییزو هیوادونو د رول څخه هیڅ انکار نشي کیدای، طالبان که په هر ځای کې د امریکایانو او افغان لوریو سره ناستې کوي، او بالاخیره د افغانستان څخه اشغال ختمیږي او سوله را منځته کیږي، په ځانګړي ډول د پاکستان نقش به په کښي مهم او کریډیټ به یې خوندي وي خو که پاکستان پر خپل ضد ټینګار ولري او دغه پروسه د منطقوي رقابت ښکار کړي نو تر لږو چټکو ګټو تېره به هیڅ تر لاسه نه کړي او نه به هم په خپل ګاونډ کې د سوله ییز هیواد افغانستان څخه برخمن شي).

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Hamdard Mangal
میلمه
Hamdard Mangal

مسلمان له یو غار نه زر واری نه چیچل کیږی او تور خر په صابون نه سپینیږی او له تورو منافقینو څحه د خیر تمه لکه اسمان په کاڼو ویشتل دی. افغانی مرکچیان باید نور پوه شی د جنګ اصلی لوری سره مستقیمی رابطی او غونډی جاری وساتی او د مسالی د سرو کرښو په حل کی جدی او ګړندی ګامونه اوچت کړی.