افغانستان

طالبان: د افغانستان کشالې سوله‌ ييز حل لپاره د تور ليست ختمول اړين دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱ کب، ۱۳۹۷ل): طالبانو ويلي، چې د افغانستان روانې کشالې د پای ته رسولو لپاره په سوله ييز او ډيپلوماټيک حل باور لري او د دې لپاره بايد د ملګرو ملتونو امنيت شورا د طالبانو ډيپلوماټان له تور ليست څخه وباسي.

د طالبانو له رسمي ويب پاڼې په خپره شوې اونيزه تبصره کې راغلي، چې د امنيت يو شمېر غړو هېوادونو د ناسمو معلوماتو پر اساس د دوی يو شمېر لوړپوړي مشران، ډيپلوماټان او قومندانان په تور ليست کې شامل کړي وو او دوی له پيله دغه تور ليست ناسم بللی و.

طالبان وايي، چې اوس د افغانستان روانې کشالې د پای ته رسولو لپاره له امريکا سره  د سولې خبرې او ناستې روانې دي او همدارنګه د افغان قضيې د اړخونو د څرګنوالي او خپل دريځ د روښانه کولو لپاره د سيمې او نړۍ هېوادونو ته د سفر اړتيا لري، خو د تور ليست له امله د مذاکراتو پروسه له خنډ سره مخ ده او د امنيت شورا غړي هېوادونه بايد د طالبانو استازي له دې ليسته وباسي.

په خپره شوې تبصره کې دا هم راغلي، چې د متحده عربي اماراتو په ناسته کې د طالبانو يو شمېر ډيپلوماټان د تور ليست له امله په دغه ناسته کې په ګډون ونه توانيدل او همدارنګه د روانې فبروري مياشتې په ۱۸مه نيټه په اسلام اباد کې  پلان شوې غونډه هم د ملګرو  ملتونو امنيت شورا د تور ليست له امله لغوه شوه.

طالبانو د امنيت شورا له غړو هېوادونو او په ځانګړې توګه له امريکا غوښتي، چې د سولې پروسې د بريا او د روان بحران د سياسي حل لپاره بايد د دوی ډيپلوماټان له تور ليسته وويستل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

دا سمه ده چى په خبرو كى بايد له دپلوماسى او خوژى لهجى نه كار واخستل شى خو زور او همت هم بايد له پامه و نه غورزول شى .
په نره توره ورته وواياست چى تر سو چى تور لست نوى سپين شوى مذاكرات نه كوو .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x