وال‌سټریټ ژورنال لیکي، د امریکا تېښته به د ناټو تړون کمزوری کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱کب، ۱۳۹۷ل): وال‌سټریټ ژورنال لیکي له افغانستانه له متحدینو سره له مشورې پرته به د امریکا وتل پر ناټو تړون بده اغېزه ولري.

امریکا په ۲۰۰۱ز کال کې د اکتوبر پر اوومه د ناټو د شاخوا ۴۹ غړو هېوادونو په ملتیا پر افغانستان یرغل وکړ، چې اوس يې د وتلو په اړه متحدین پر مشوره ټینګار کوي.

وال‌سټریټ ژورنال لیکي، اروپايي هېوادونه ټرمپ هڅوي چې د وتلو لپاره له دوی سره هم مشوره وکړي، کنه بې مشورې منډه به پر ناټو تړون بده اغېزه ولري.

څو ورځې وړاندې جرمني مونیخ کنفرانس کې د المان لومړۍ وزېرې واضح وویل، که امریکا له افغانستانه عسکر وباسي، دوی به هم پاتې نه شي.

سرچینه د امریکايي سرچينو په حواله لیکي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ پر همدې موضوع بحثونه کېږي چې امریکايي ځواکونه څنګه وایستل شي؟

څو ورځې وړاندې د امریکا د پوځ عمومي قومندانۍ قومندان جوزف ووټل وویل، نن سبا کې به د ۱۴۰۰ شاوخوا عسکر وباسي، خو په وینا يې دا د سولې له پروسې سره کوم تړاو نه لري.

ځينې شنونکي پر دې باور دي چې د امریکا او طالبانو د راتلونکې ناستې تر ټولو ګرم بحث به هم د بهرنیو ځواکونو پر وتلو راڅرخي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د