
د مذاکراتي پروسې پر وړاندې له ننګونو سره باید څه وشي!؟ – سرلیکنه
نن ټکی اسیا – سرلیکنه: تقریبا شپږ میاشتې کیږي چې د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ د افغانستان د سولې په اړه مخامخ خبرې پیل شوې دي.
دا خبرې په لومړي ځل د تیر میلادي کال د جولای په میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو د مرستیالې الیس ویلز او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر چارواکو ترمنځ وشوې چې تر هغه وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دیادو خبرو د پرمخ وړلو لپاره زلمي خلیلزاد د خپل ځانګړي استازي په توګه تعین کړ چې تر اوسه پوري یې د خپل ماموریت په تړاو څو سفرونه افغانستان او ګاونډیو هیوادونه ته کړي دي.
د طالبانو او زلمي خلیلزاد په استازیتوب پیل شوې مذاکراتي پروسې د یوه ښه فرصت په توګه له افغانانو او همداراز نړیوالو سره دا هیله مندي پیدا کړې وه چې ښايي نور په افغانستان کې د جګړې اور خاموش او افغانان یې له شره په امان شي.
خو له بده مرغه لکه څرنګه چې د افغانانو توقع وه یاده سوله ییزه پروسه په هماغه شکل پرمخ نه ځي ؛ بلکې وخت ناوخت له داسې ننګونو سره مخ کیږي چې د پرمختګ په ځای یې د هغې د پرشاتګ احتمالات زیاتوي.
د سولې پروسې په مخ کې را پیداشوې ننګونې جدي نه ، خو که یې سرله اوسه د مخنیوي او معقول هواري چاره ونه شي ښايي په داسې جدي ستونزو بدلې شي چې په مجموع کې ټوله پروسه له بشپړ رکود سره مخ کړي.
د مذاکراتي پروسې ښکیل لوري کولای شي په معقول دیپلوماتیک تعامل سره د سولې په لاره کې د پرتو ستونزو او ننګونو مخه ونیسي ، چې باید دا کار وکړي.
ځکه مونږ ګورو چې په افغانستان کې د موسم بدلیدو او نوي کال پیلیدو ته ایله یوه میاشت وخت پاتې دی، که سوله ییزه پروسه چټکه نشي بیا به د نوي کال په پیلیدو سره د طرفینو ترمنځ پوځي مقابله دومره ګرمه شي چې د جګړو په تاو کې به یې همدا ترسره شوې هڅې هم وسوځیږي.
همداسى خو معلوميژى
طالبانو ته نه ده روا چى تنزل او زارى وكرى ، دوى بايد د خليلزاد هره مرداره خبره په خوله كى ور وچه كرى.
كه كفاروته پداسى حالت كى چى بريالى او هدف ته نيژدى شوى ياست تنزل وكرى ، خداى مكره الله(ج) به خپله پيرزوينه درنه واخلى او په لويه فتنه به مو اخته كرى
طالبانو په لومړي ځل محسوسه کړه چې هغه څه چې د جګړې په ډګر کې ترلاسه نشول دادې اوس د خبرو او سیاسي جوړجاړي له لارې ترلاسه کیدونکې دې، خو طالبان باید د افغانستان له اوسني نظام او حکومت سره له خبرو په مسلسل ډول ډډه ونکړې کنه هیڅ تړون یې له امریکا سره اجریوي اړخ نلرې الا داچه امریکا په لوي او په ډیر ستر قیمت طالبانو ته ددې هر څه لاره هواره کړې او ددوي لپاره په قصدې توګه اوسنی نظام له منځه یوسې، که خدای مکړه دا کار کیږې بیا نو کابل ته د شاشجاع راتګ، د… نور لوستل »
ستا خبرى توله سر چپه دى ، عينكى دى بدلى كره .