
واورې د سالنګونو لار د ترافیکو پر مخ تړلې
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱کب، ۱۳۹۷ل): د فواید عامې وزارت چارواکي وايي، د زیاتو ورښتونو له امله د سالنګونو لار د ترافیکو پر مخ تړلې ده.
دغه لار چې کابل له شمالي ولایتونو سره نښلوي له تېرې شپې راهیسې د ورښتونو شاهده ده او نن پرې موټرې تګ راتګ نه شي کولی.
د سالنګونو د څار او ساتنې ادارې مشر عبدالبصیر حبیبي هم وايي چې د واورې اندازه تر ۸۰ سانتي مترو رسېږي او د وارې ښویېدنه د دې علت شوې چې دوی لار نهشي خلاصولی.
دې چارواکو د لارې د خلاصون په اړه څه نه دي ويلي، خو اټکلاً يې یادونه کړې چې تر سبا (پنجشنبه) ماسپښين پورې ښايي د ترافیکو پر مخ تړلې پاتې شي.
د کابل په ګډون تر سالنګونو پورې له تېرې شپې راهیسې واوره اوري، چې د هوا پېژندنې ادارې د اټکل له مخې ښايي تر سبا سهاره دوام ولري.