
د امریکا سفیر: د سولې لپاره ښه زمینه برابره شوې
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱کب، ۱۳۹۷ل): په کابل کې د امریکا سفیر وايي، د سولې لپاره ښه زمینه برابره شوې او په وینا يې «افغانان باید له دې فرصته ګټه واخلي.»
جانبس چې نن د ښځو په یوه غونډه کې خبرې کولې وویل، امریکا د سولې د هڅو ملاتړې ده او داسې سوله غواړي چې ټول خلک پکې ارام ژوند ولري.
امریکا سره له دې چې د جګړې پیلوونکی اړخ دی، خو جانبس وايي دوی د سولې په هڅو کې زمینه برابروونکي دي او نوره پروسه په افغانانو پورې تړاو لري.
د امریکا سفیر ښځو ته د ډاد لپاره وویل، د سولې مانا دا ده چې افغان ښځې «هر ډول چې وغواړي ژوند وکړای شي.»
دا په داسې حال کې دی چې طالبانو له رسنیو سره خبرو کې پرلپسې ټینګار کړی، چې ښځو ته د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې حقوقو ته ژمن دي.
د قطر د دفتر ویاند سهیل شاهین تر مسکو ناستې وړاندې له ازادي راډيو سره خبرو کې وویل، ښځو ته د کار او زده کړې په برخه کې د اسلامي اصولو په پام کې نیولو سره بشپړ ژمن دي.
مسکو ناسته کې د پارلمان ښځينه غړې فوزیه کې هم برخهواله وه، چې وروسته له غونډې يې د مېرمنو په اړه د طالبانو د نظر پخلی وکړ او یادونه يې وکړه چې د ښځو د حقونو د تلف کېدو وېره يې له سره تښتېدلې ده.
جانه! دا په ستر او حيا افغانستان دى نه فاحشه او بى حيا امريكا