ننګرهار والي: د پاکستان ويزو په ورکړه کې اسانتیا راغلې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱کب، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل په دې ولايت کې د پاکستان کونسلګرۍ له خوا د پاکستاني ويزو په ترلاسه کولو کې د اسانتيا خبر ورکړ.

په ننګرهار کې د پاکستان کونسلګرۍ د ويزو په ورکړه کې وروسته له هغه مشکلات زيات شول چې ددې ولايت پخواني والي حيات الله حيات د ويزې ترلاسه کولو له پاره د ځانګړي دفتر جوړولو اقدامات وکړل خو د کونسلګرۍ مسؤلينو د والي ياده کړنه د کونسلګرۍ په چاور کې لاس وهنه وبلله.

د تير کال ستمبر مياشت کې په ننګرهار کې د پاکستان کونسلګري د اعتراض په توګه وتړل شوه او مسؤلينو يې وويل چې والي يې د کونسلګرۍ په چارو کې لاسوهنه کوي.

اوس تازه د ننګرهار نوي والي په جلال اباد کې د پاکستان د کونسلګرۍ څخه د ويزو په اخيستلو کې د اسانتيا خبر ورکړی او ويلي يې دي چې کونسلګرۍ د ويزو ورکړه چټکه او زیاته کړې ده.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخيل وايي چې په ننګرهار کې د پاکستان د ويزو په ورکړه کې د اسانتيا په موخه يې د پاکستان له کونسل، بهرنيو چارو وزارت او مرکزي ادارې سره خبرې کړي دي او د کونسلګرۍ امنيتي ستونزې يې حل کړي دی چې ورسره د ويزو په ورکړه کې چټکتيا او زیاتوالی راغلی دی.

مياخېل ويلي دي چې د پخوا په نسبت اوس د يادې کونسلګرۍ له لارې د ویزو ورکړه دوه برابره شوې ده او له تيرې ورځې راهيسې د ويزو د ورکړې شمير له شپږ سوو څخه ديارلس سوه ته لوړ شوی دی چې دا لړۍ به همداسې دوام وکړي.

د يادونې وړ ده چې په ننګرهار ولايت کې د پاکستان کونسلګري د دې ولایت سربيره د لغمان، کونړ، نورستان، پکتيا او لوګر ولايتونو اوسېدونکو ته هم ويزې ورکوي.

په افغانستان کې د مجهزو روغتونو نه شتون، سوداګري، خپلوي پالنه او نورې اړتياوې هغه څه دي چې هره ورځ په زرګونو افغانان پاکستان ته سفر کوي او دې هيواد ته د تګ په موخه د ويزو د ترلاسه کولو هڅه کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د