کندوز؛ د حکومت د بې پراويۍ له امله، د قومندان زوی ځان وژلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱کب، ۱۳۹۷ل): د کندوز چارواکي وايي، د ملي اردو د یو قومندان زوی له دې امله خان وژلی چې د پلار جسد يې له څو ورځو راهیسې ورته را ونه رسېده.

اطلاعات روز، د ځايي سرچینو له قوله وايي، وژل شوي قومندان فاریاب کې دنده درلوده، چې شاوخوا درې ورځې وړاندې ووژل شو، خو جسد يې ایله تر کندوزه را ورسول شو.

د کندوز د امنیه قومندانۍ ویاند انعام الدین رحماني د وژل شوي قومندان او د هغه د زوی د پېژندنې په اړه څه نه دي ويلي، خو وايي چې د تخنیکي ستونزوو له امله ونه توانېدل چې وژل شوی قومندان له قول اردو نه کندوز ته ژر را انتقال کړي.

هغه وايي د دې کس ۲۷ کلن زوی د امنیه قومندان د ملکي مرستیالۍ په دفتر کې ځان را ځړولی دی.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي وايي وژل شوی کس اصلاً د بدخشان د شغنان اوسېدونکی و، چې په بېړه يې تر هغه ځایه جسد نه شوای رسولی.

تر دې وړاندې هم د دولتي ځواکونو په لیکو کې د وژل شویو کسانو ښځينه خپلوانو شکایتونه کړي و، چې د قرباني کسانو د معاشونو په بدل کې له دوی نه نامشروع غوښتنې کېږي.

دا لومړی ځل دی چې د دولت د بې پروایۍ له امله د دولتي ځواکونو یو خپلوان ځانوژنه کوي، خو لا هم بې پرې سرچینو د پېښې په اړه څه نه دي ويلي، ځکه پېښه د امنیه قومندانۍ ودانۍ د ننه شوې ده.

د پوځي شنونکو په باور دا ډول پېښې د حکومت او خلکو تر منځ فاصله لا پراخوي او د دولتي ځواکونو په جذب کې بده اغېزه ښندي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د