غزني: مرکز او اندړو کې درنه جګړه شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱کب، ۱۳۹۷ل): د غزني ښار ته څېرمه او د اندړو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دولتي ځواکونو پر کتار طالبانو ګڼ بریدونه کړي دي.

ځايي اوسېدونکي وايي چې د ښار څېرمه شهباز دوکانو او د اندړو ولسوالۍ په ګدامدارانو سیمه کې دا کتار پرلپسې د طالبانو تر بریدونو لاندې شو.

د غزني ځايي چارواکو د جګړې په اړه څه نه دي ويلي، خو طالبانو ويلي په دې بریدونو کې يې تر ۲۰ پورې عسکر وژلي او درانه مالي تلفات يې هم ور اړولي دي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې د یادو سیمو تر څنګ يې د اندړو په عاشق‌والو او چیغارو سیمو کې هم پر همدې کتار بریدونه کړي، درې ټانګونه يې پر بمونو الوزولي او اته بار وړونکي موټر يې هم له منځه وړي دي.

غزنی یو له هغو ولایتونو ګڼل کېږي چې له محدودو ولسوالیو پرته يې د ټولو مرکزونه بې ځایه شوي یا هم د ولایت مرکز ته انتقال شوي دي.

د غزني ښار هم د روان کال په اوږدو کې د اوه ورځنۍ خونړۍ جګړې شاهد و، چې له محدودو ودانیو پرته د دولت له واکه بشپړ وتلی و.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د