حکومت وايي د پاکستان او هند ناندرۍ د سولې له پروسې سره تړاو نه لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱کب، ۱۳۹۷ل): د ارګ ویاند هارون چخانسوري وايي په کابل کې د پاکستان د سفیر هغه څرګندونې چې ګواکې د هند او پاکستان ناندرۍ به د سولې پر روانو هڅو سیوری وکړي، بې اساسه دي.

هغه له رسنیو سره خبرو کې ويلي، د سولې پر وړاندې د پاکستان او هند وروستۍ ناندرۍ خنډ نه شي کېدلی، خو په وینا يې د سولې اړوند د پاکستان «صادقانه مبارزه مهمه ده.»

په ورته وخت کې امریکا غږ د بهرنیو چارو وزارت د ویاند صبغت الله احمدي له خولې هم ليکي چې دا څرګندونې بې اساسه او غیر منطقي دي.

د روانې میاشتې په څوارلسمه د هند تر واک لاندې کشمېر کې چاودنې تر ۴۰ ډېر هندي عسکر ووژل، چې پړه يې پاکستان کې مېشتې ډلې جیش محمد پر غاړه واخیسته.

د هند لومړي وزیر توندې څرګندونې کړې او د دې پېښې د غچ یادونه يې وکړه.

د پاکستان سفیر زاهد نصرالله تېره ورځ وویل، دا کړکېچ به د سولې روانې هڅې هم تر سیوري لاندې راولي او بده اغېزه به پرې وکړي.

تازه ځينو رسنیو خبر ورکړی، چې د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفیر د همدې څرګندونو له امله احضار کړی دی.

که څه هم د سولې په روانه پروسه کې حکومت په لوی لاس پاکستان پر داخلولو او امیتاز ورکولو تورن شوی، خو د چارو شنونکي ټينګار کوي چې د سولې روان بهیر کې ګاونډيو هېوادونو ته امتیاز ورکول د دوی تر منځ سیالۍ ته زمینه برابروي چې په ټوله کې به د افغان ولس لپاره په ګټه نه وي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د