نړۍ

ټرمپ: هند او پاکستان دې خپلې ستونزې په ګډه حل کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱کب، ۱۳۹۷ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، چې هند او پاکستان بايد د تاوتريخوالي زياتولو پر ځای خپلې ستونزې د خبرو له لارې  حل کړي او په ګډه د سيمې امنيت او ثبات لپاره کار وکړي.

امریکايي ولسمشر دا څرګندونې  په داسې حال کې کړي، چې تېره پنجشنبه د هند تر واک لاندې کشمير کې پر هندي پوځيانو سرتيري برید کې څلويښت هندي پوځيان وژل شوي وو، چې له امله يې د هند او پاکستان اړيکې يو ځل بيا ترينګلې شوي دي.

ټرمپ پر هندي پوځيانو شوی برید غندلی، خو په دې اړه له نور څه ويلو ډډه کړې ده.

له ټرمپ مخکې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند رابرټ پلاډينو رسنيو ته ويلي و، چې پر  هندي پوځيانو د برید په تړاو واشنګټن له دواړو هېوادونو سره په اړيکه کې دی.

رابرټ پلاډينو وايي، چې د هندي پوځيانو په وژل کېدو له نوي ډيلي سره خپله خواشيني ښيي او په عين حال کې د ترهګرۍ ځپلي هند ملاتړ هم کوي.

هغه ټينګار کړی، چې د کشمير پېښې په اړه له پاکستان سره هم په اړيکه کې دي او له پاکستاني چارواکو يې غوښتي، چې پر هندي پوځيانو شوي بريد کې له هند سره په څېړنو کې مرسته وکړي او د پېښې عاملينو ته سزا ورکړي.

د هند صدر اعظم نريندرا مودي او نور چارواکي د يادې پېښې پړه پر پاکستان اچوي او ګواښ يې کړی، چې د خپلو پوځيانو د قتل غچ به له پاکستانه واخلي.

پاکستان د هند تورونه رد کړي او هند ته يې وړاندیز کړی، چې پر هندي پوځيانو د شوي برید په اړه هر ډول څېړنو او همکارۍ ته چمتو دي، خو هند د پاکستان وړاندیز  رد کړی دی او وايي، چې د خبرو وخت تللی او اوس د خپلو پوځيانو د غچ اخيستو لپاره د عمل وخت دی.

د پاکستان صدر اعظم عمران خان تېره ورځ ولس ته د ټلويزوني وينا پر مهال وويل، که هند پر پاکستان بريد وکړي، دوی به يې سم دستي ځواب ووايي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x