
داودزی:د سولې مشورتي جرګه د روانې مياشتې په پای کې جوړيږي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱کب، ۱۳۹۷ل): د سولې عالي شورا د دارلانشاء رئيس محمد عمر داودزی وايي، چې د سولې مشورتي لويې جرګې لپاره يې تياری پيل کړی او د روانې کب مياشتې په ۲۶مه به په کابل کې جوړه شي.
داودزي نن په کابل کې يوې غونډې ته وويل، چې سولې مشورتي جرګې کې د ښځو ونډه هم په نظر کې نيول شوې او تر ۳۰ پورې مېرمنې به په دې جرګه کې ګډون وکړي.
داودزي د سولې مشورتي جرګې کې د ښځو د ګډون په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې په کابل کې د امریکا سفير جان بس هم يوې غونډې ته ويلي ، چې د سولې په روانه پروسه کې باید د مېرمنو ونډه زياته شي او ښځې بايد د خپلو حقونو د خوندي کولو لپاره د سولې روانه پروسه کې مهمه ونډه واخلي.
د ګډ حکومت چارواکو د سولې مشورتي جرګې د دايرولو پرېکړه په داسې حال کې کړې، چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد په کابل کې رسنيو ته ويلي، چې د سولې له مشورتي جرګې وړاندې بايد له طالبانو سره د سولې لپاره د ټولو سياسي ګوندونو يو ملي هيئت وټاکل شي.
خلیلزاد خبرداری ورکړی، که د سولې له مشورتي جرګې وړاندې ملي هيئت ونه ټاکل شي د مسکو ناستې په څېر نورې ستونزې به رامنځته شي.
لويه جرګه خو ښه ده او دا زموږ ملي ، تاريخي او فرهنګي وياړلی ارزښت باله سي. خو خبره يې په غړو کي ده. که داسي کسان ورته راغونډ سوي وي چي د حق او باطل تميز ونه کولای سي بيا نو داسي جرګه د هيواد په هيڅ درد نه خوري . اوس خو د ګران او زړه ته راتېر اسلامي او اتل افغانستان ټول خلک (په استثنا د ځينو پردي پالو) له هيواد څخه د پردو غليمانو شړل،په هيواد کي سر تر سري سوله او د غصب سوي دولتي واک د هغه اصلي او رښتيانيو خاوندانو ته سپارل غواړي.… نور لوستل »