
د ايران د ولسمشر ورور محکمې ته وړاندې شوی
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱کب، ۱۳۹۷ل): په ايران کې ددې هیواد ولسمشر حسن روحاني ورور حسين فريد د اداري فساد او رشوت په تور محکمې ته حاضر شوی دی.
د ايران دولتي خبري اژانس ايرنا د خبر له مخې د ايران د ولسمشر ورور له څلورو نورو تورنو سره د اداري فساد او رشوت په تور په تهران کې یوې محکمې ته وړاندې شوی دی.
په محکمه کې د نوموړي دوسيې تر څېړلو لاندې خو تر اوسه يې په اړه پرېکړه نه ده شوې.
حسين فريد چې پخوا تر يو څه مودې د حسن روحاني سلاکار هم پاتې شوی دی دوه کاله وړاندې هم د اداري فساد او رشوت په تور نيول شوی و چې وروسته په ضمانت خوشې شوی و.
فريد په ايران کې د حکومت د سياسي مخالفينو له لوري په فساد او رشوت او د يو بانک د رئيس په ټاکنه کې په مداخلې هم تورن شوی دی.
حسين فريد چې د ايران په حکومت کې يې په بيلابيلو ادارو کې دندې ترسره کړي دي له ۱۹۸۹ څخه تر ۱۹۹۷ کلونو پورې په کولالمپور کې د ايران د سفير په توګه هم دنده ترسره کړې ده.