کابل: د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان سفير احضار کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱کب، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفير د تيرې ورځې د څرګندونو په تړاو احضار کړی دی.

په کابل کې د پاکستان سفير زاهد نصر الله تيره ورځ ويلي وو چې که هند د پاکستان په وړاندې د اقدام اراده وکړي نو له امله به د افغانستان د سولې خبرې ټکنۍ شي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ادريس زمان وايي چې د پاکستان سفير يې د هغه د تازه څرګندونو په اړه احضار کړی دی او په همدې اړه د ځواب ويلو له پاره د بهرنيو چارو وزارت ته غوښتل شوی دی.

زمان ويلي دي چې نوموړي ته د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له لوري خپل اعتراض په ليکلې بڼه هم سپارل شوی دي.

د هند او پاکستان ترمنځ وروستی ناندرۍ وروسته له هغه زیاتې شوې چې تيره اوونۍ د هندي کشمير په پلوامه سيمه کې په هندي عسکرو سرتيری بريد وشو چې په تنيجه کې يې شاوخوا ۴۰ هندي عسکر ووژل شول چې پړه يې په پاکستان کې د جيش محمد ډلې په غاړه واخيسته.

له بريد وروسته د هند لومړي وزير نريندا مودي په بريد کې د پاکستان حکومت د لاس لرلو ادعا وکړه او له پاکستان څخه يې د غچ اخيستلو ګواښ وکړ.

په کشمير کې د پاکستان او هند ترمنځ وخت ناوخته جګړې رامنځته کيږي چې له امله يې د دواړو هيوادونو ترمنځ پخواني رقابتونه او ناندرۍ راتازه کيږي او په يو بل د بريدونو ګواښونه کوي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

د کابل غلامه اداره تر دی کچی ناهله او ناوړه اداره ده چه د پاکستان سفیر په دی خبره وزارت ته د روښانه ولو د پاره احضاروی چه هغه ویلی که : که هند د پاکستان په وړاندې د اقدام اراده وکړي نو له امله به د افغانستان د سولې خبرې ټکنۍ شي. ښکاره خبره ده که هند په حقه یا ناحقه به باکستان نظامی حمله وکړی پاکستان به کله وخت او انرجی ولری چه د سولی په هڅو کی د خلیلزاد سره له هغه نفوذ څځخه ګټه واخلی ( د کابل د غلامی اداری په وینا ) په طالبانو… نور لوستل »

لونګ
میلمه
لونګ

خو د سولی خبور یی په کشمیر څه ### مو په کشمیر او هند شه. د غنی حکومت ډیر ډارن او ضعیه حکومت دی باید غنی بلوڅو او د پښتون ژغورنی تحریک ته په کابل، ننګرهار او کندهار کی دفترونه ورکړی لکه څنګه چی پاکستان طالبانو ته د پیښور او کویټی شورا ګانی چالانه ساتلی دي. بیا به هغه وخت د پنجابی سد پر ځای شی.