ایران شاوخوا ۶۰۰ افغان زندانیان خوشي کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱کب، ۱۳۹۷ل): د عدليې وزارت وايي ایران تر ۶۰۰ ډېر افغان زندانیا خوشي کړي او هرات ته را رسېدلي دي.

دغه کسان چې د هرات په سمنان، شیراز، مازندان، زاهدان او نورو ښارونو کې نیول شوي و، د هغې هوکړې له مخې را خوشي شوي چې د ایران او افغانستان تر منځ شوې وه.

نږدې دوولس کاله وړاندې ۱۳۸۵ل کال کې د دواړو لوریو تر منځ د زندانیانو د تبادلې اړوند یوه هوکړه لاسلیک شو، چې پر اساس يې باید زندانیان تبادله کړل شي.

لومړی ځل په ۱۳۹۲ل کال کې ایران ۱۶ زندانیا خوشي کړل چې افغانستان يې هم په مقابل کې ۱۴ ایراني زندانیان و پرېښودل.

بې بې سي د د بندیانو د لېږد ډلې د مشر عزیز احمد سرباز له خولې لیکلي چې له هغې هوکړې راهیسې ټول‌ټال شاوخوا ۱۲۸۰ تنه افغان زندانیان د ایران له لوري ور سپارل شوي دي.

د دولتي سرچینو د معلوماتو له مخې په ایران کې د ۵زره شاوخوا افغانان زندانیان دي، چې ډېری يې هلته د غیر قانوني تګ له امله نیول شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د