کوټه: د ناټو دوه د تیلو ټانکران د کراچي پر لار سوځول شوي
کوټه (نن ټکی اسیا 13 مارچ 2011): پرون نامعلومو وسوالو د بولان په سیمه کې د ناټو دوه د تیلو ټانکران وسوځول.
دا پېښه د بولان په سیمه کې راغلې چې د کويټي سره شاوخوا 20 کیلو متره فاصله لری.
خبر وايي چې دغه ټانکران چې د کراچي څخه افغانستان ته په لاره روان وه، د وسلوالو کسانو له خوا درول شوي، او ډرېورانو ته امر شوی چې د موټرانو څخه را کښته سي، کله چې هغه کښته سول دوی ټانکرانو ته اور ورته کړی دی، او بیا یې وروسته ډزي باندي کړي.
ټانکران په مکمله توګه تخریب سوي، او وسلوال کسان په بریالۍ سره د صحنې وتلي.
د پيښي وروسته ځايي چارواکي راغلي او خپلي پلټني په دې اړه پیل کړي، مګر تر اوسه هیڅ شواهد لاس ته نه دي ورغلي.