افغانستان

زلمی زابلی: محمد اشرف غني توپیري چلند کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱کب، ۱۳۹۷ل): د مشرانو جرګې غړی زلمی زابلی وايي، محمد اشرف غني د سیمې، قومونو او ګوندونو د لید پر اساس توپیري چلند کوي.

تازه یو تن په نظامي اکاډمۍ کې د داخلېدو ازموینه له فساده ډکه بللې، سرور دانش هغه کس را غوښتی، محمد اشرف غني ورسره نقده مرسته کړې او اکاډمۍ کې يې د داخلیدو امر ورکړی دی.

د هغه دې چارې په خواله رسنیو کې بحثونه را پارولي او نوموړی يې د راتلونکو ټاکنو د مجبوریت له مخې د سرور دانش تر سیوري لاندې په توپیري چلند تورن کړی دی.

د مشرانو جرګې غړي زلمي زابلي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې د «لوی کندهار» افسران دوه میاشتې کې هم د اشرف غني د ملاقات وخت نه‌شي موندلی خو دا کس د سرور دانش په وسیله نېغ هغه ته ورغلی.

هغه په ګیله‌من انداز لیکلي: «خبره دلته ده چې تر اوسه د هلمند، روزګان، زابل، غور، بادغيس، کنړ، فراه، سمنګان، فارياب کوم بچي د سرور دانش او جمهور ريس لخوا راغوښتل سوي که يوازې د سرور دانش د وحدت د ګوند خلک د دې امتيازاتو څخه مستفيد دي!»

هغه د سرور دانش په فشار د اشرف غني له لوري د اربکي قومندان علي‌پور ازادېدل هم د نمونې په توګه یاد کړي او زیاتوي: «دا د عدالت اصل نه دی دا يو تبعيضي، نمايشي او تظاهري عمل دی.»

پر اشرف غني تور دی چې په ارګ کې تر را تاوې کړۍ د باندې له هېواده خبر نه لري او د ټول هېواد وضعیت ته د هغوی له سترګو ګوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
هارون

دا ولسمشر دې خدای په شرمو وشرموي، لکه چې شرمېدلی. دوی دومره افراطي شي چې تر سرو کرښو هم ور تېر شي. تش په نامه ولسمشر په دې ښه پوهېږي چې پښتانه د مجبوریت په اساس رايې راکوي نو ځکه په ډېر افراطي توګه د پښتون ضد خلکو په چوپړ او چاپلوسۍ کې بوخت دی.دې تش په نامه پښتنو د تاریخ په اوږدو کې همدغسې افراطي تېرېدنې کړي نو ځکه خو پښتون او پښتو په دې زار حالت کې شتون لري. په ټول کابل کې یوه لوحه په پښتو ژبه شتون نه لري، په رسمیاتو کې خو یې څه کوې.… نور لوستل »

فايز افغان

دا چې اکثريت مطلق پښتانه د او سني رژيم سره هيڅ خواخوږي نه لري ، او خپل هيواد اشغال شوی هيواد بولي. او نه په انتخاباتو کې مهم رول لوبولی شي ځکه له يوه پلوه د دوی سېمې د مقاومت تر کنټرول لاندې دي او له بل پلوه د اوسني رژيم سره د هيڅ تړاو احساس نه لري نو انتخاباتو کې هم ګډون نه کوي. نو اشرف غني هم اړ دی چې خپله توجه غير پښتنو ته واړوي د هغوی غوښتنې ومني او د خپل واک پايې پرې ټينګې کړي. پښتانه دوه اپشنه لري يا به په همدې حالت رضايت… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x