
لوګر؛ طالبانو د خلکو په مرسته درې غله نیولي – ویډیو
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱کب، ۱۳۹۷ل): د لوګر د مرکز اړوند بیدک سیمه کې ځايي طالبانو د خلکو په مرسته درې غله د غلا له مال سره یو ځای ژوندي نیولي دي.
پېښه په یاده سیمه کې وړمه ورځ رامنځته شوې ده، غلو د سپرليو په پلمه یو موټر د کابل له چهلستون څخه بیولی، خو په یاده سیمه کې يې د موټر چلوونکي غاړې ته دسمال اچولی او غوښتل يې موټر ترې وتښتوي، چې د کلي خلکو يې تر منځ ناندرۍ اورېدلي او له طالب سرتېرو يې مرسته غوښتې.
دا درې تنه غله چې طالبانو يې پر خپله پاڼه ویډيو هم خپره کړې، د سیمې د خلکو په مرسته نیول شوي او موټر چلوونکي ته خپل موټر بېرته سپارل شوی دی.
نیول شوي غله د لوګر ولایت د څرخ اوسېدونکي دي چې لا هم له ځايي طالبانو سره زندانیان دي.
د طالبانو خبرپاڼې لیکلي: «غله چې د څرخ ولسوالۍ اوسیدونکی دي داسې مهال ونیول شول چې له کابل څخه یې لوګر ته د دربس په بهانه د ټکسي چلوونکي سراچه موټر را تښتولی و.»
د طالبانو تر لاس لاندې سیمو کې غلا، قتل او نور اخلاقي او جنايي جرمونه نه تر سترګو کېږي، د ولس او طالب سرتېرو تر منځ همغږې د دې علت شوی چې ټولنیز امن رامنځته شي، خو دا سیمې بیا ډېری وخت د شپنیو عملیاتو او درندو بمباریو شاهدانې هم وي.
ښی چاری….
دا ټولو ګناهونو علت همدا څلویښت کلنه جګړه ده.جګړه بند کړی سوله وکړی،ځوانان مکتب ته او مدرسه ته ولیږی ،
دری سره ځوانان باید په قدر سره خلاص .او په اینده کی تضمین تر واخستل شی،
که څومره چه دا ځوانان ملامته دی،همدومره طالیبان او دولت ملامت دی .
د غله قدر کول می نه ليدلی وه نه اوريدلی ، چی دا بيا کوم دين ، قاموس او د بشر نوی قانون دی .
جمیل ته. دا ځوانان غله نه دی،بلکه دولت او طالیب ور څخه غله جوړ کړی دی،څلویښت کاله جنګ په ملک کی دی،د ښو او بد فرق په تعلیم کیږی،تعلیمی موسسی ړنګی دی. دولت مدرسه بمبار کوی.او طالیب مکتب ته اور اچوی،ن، نو دا ښه او بد به په څه پیژنی؟ ټول عالم یورپ ته د جنګ او فقر څخه پناه وروړی،جنګ طالیب او دولت کوی،نو ګناه د چا ده؟ زه خوپه دا شکر وباسم چه دا دری ځوانان ښه دی چه قاتلان شوی نه دی، جمیله لږ لیری سوچ کوه.د ګلانو په شان ځوانان مو له مجبوری غله،او قاتلان شول،ګناه… نور لوستل »
په امريکا کی خو به جنګ نه وی ، تر ټولی نړی ډير غله پکښی بنديان دی .
آخ چی دا خو دی زما په لاسو راکړی وای. دوی باید مردار شی چی نورو ته د عبرت او پند سبب وګرځی ګرچه زما وطنداران هم دي. لاسونه او پښی تر پری کړی چی بیا داسی ونشی کړای. کور مو آباد
تاسی به خبر شوی یاست چه غلامو ځواکونو د یوه کلی دری علما په شهادت رسولی علما د ټولنی مصلح خلګ او د دین ستنی دی د کلی عادی ملایان وو ، په عین ورځ یا کومه ورځ مخکی وروسته طالبانو د کلی د خلکو سره د مرستی د پاره دری غله نیولی . مګر وژلی یی نه دی له ځانه سره یی بیولی وګوری چه نوری غلاوی یی هم کړی که نه دی یا یی څوک که وژلی او لا نور ملګری هم لری که نه. له پلټنو وروسته که مجرم وپيژندل شی په هماغه کچه به مناسبه سزا… نور لوستل »
کار او بار نشته. د ټولو بدبختیو عاملونه همدا جنګ دی د حکومت او طالبان تر منځ. خو سوال دادی چی آیا پداسی وخت کی چی طالب پر افغانستان کنترول نلری کولای شی چی د دغو غلو لاسونه پرې کړی؟