ليکوال او شاعر: حمدالله حلميار

نظم: حمدالله فطرت

حمدالله فطرت

هله مورجانې طيارې راغلې ـ !!
زما په غیږې پورې کلک ونښته
گوتې یې ښخې کړې غوږونو باندې
ویل مورجانې زه ویریږمه
اوس به مو ولي په بمونو باندې
هله مورجانې اوس به څه کیږي
مابیلوي ستاله سینې راغلې
هله مورجانې ماپه غیږ کې نیسه
هله مورجانې طیارې راغلې

موری سبابه زه مکتب ته نه ځم؟
زمابه قلم او کتابچه پاته شي؟
ملاصاحب به راته درس نه وایي؟
زما به مسجد کې سیپاره پاته شی؟
دغه خبرې یې پرشونډو باندې
چه لکه پاڼې رپیدې راغلې
هله مورجانې ماپه غیږ کې نیسه
هله مورجانې طیارې راغلې

درز شو چه څنگ ته مو بم وچاودیده
زه یې هوا کې چرته لیرې یووړم
ماکړې نارې بچیه! هابچه!
بچیه! دایې درنه چیرې یووړم
زما د بدن د سرو زخمونو نه هم
د تودو وینو فوارې راغلې
هله مورجانې ماپه غیږ کې نیسه
هله مورجانې طیارې راغلې

زه پر زخمي زخمي او څیرې سینه
پر تودو شگو او ډبرو باندې
چه خپل بچي پورې راورسیدم
رخصت یې واخيست دې خبرو باندې
مور جانې! هسې رانه تیره نشې
که چیرې زما پر هدیرې راغلې
هله مورجانې ماپه غیږ کې نیسه
هله مورجانې طیارې راغلې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د